جمهوررئیس غني: شفافیت ملي ژمنه او ملي اړتیا ده

جمهوررئیس غني: شفافیت ملي ژمنه او ملي اړتیا ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ” قاطع اصلاحات، د شفافیت بنسټي کول” ترنامه لاندې د ملي تدارکاتو کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې نن مازیګر د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وشول، د جمهوررئیس دویم مرستیال او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په کې حضور درلود چې په پيل کې د ملي تدارکاتو ادارې رئیس الهام عمر هوتکي خبرې وکړې.

هوتکي وویل: په دې کنفرانس کې د تېرو درې نیمو کلونو په اوږدو کې د عامه تدارکاتو په برخه کې په لاسته راوړنو، لکه په اداره کې تشکیلاتي تغییرات، د کانونو په قراردادونو کې اسانتیاوې، د پنځوس میلیارد افغانیو حدودو کې په سپما، د تدارکاتو په حقوقي او اقتصادي بنسټ، د تدارکاتو مسلکي کول او د بشري منابعو پر ظرفیت لوړولو، بحث او خبرې وشوې.

ورپسې جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د تدارکاتو په برخه کې د منظمې لارنقشې د جوړولو له امله مننه وکړه، وې ویل، د ننني کنفرانس اهمیت په دې کې دی چې د راتلونکي لار نقشې لپاره په کې ګام پورته شو، تدارکات باید د ښې حکومتولۍ د کامیابې تجربې په توګه تحلیل شي.

جمهوررئیس وویل، د ملي تدارکاتو اداره په یوې بشپړې مسلکي ادارې بدله شوې ده چې یوازې شفافیت او تعهد ورته مهم دی او هیڅ کار په کې د سلیقې په اساس نه کېږي.

د هېواد جمهوررئیس دې ته په اشارې چې هیڅ کار د دولت د مشرتابه له تعهد او بنسټ جوړونې پرته نشي کېدای وویل، پخوا په هر قرارداد کې فساد، بې قانوني او بي غوره موجوده وه، خو نن اکثریت قراردادونه لږې ستونزې لري. هغه څرګنده کړه، ټول هغه قراردادونه چې تدارکاتو ته راغلي دي، په تفصیل سره مطالعه او بحث پرې کېږي.

محمداشرف غني وویل، هیڅوک باید له قانون څخه پورته عمل ونه کړي، هیڅ دولتي لوړ پوړی کارمند حق نه لري چې اقتصادي ګټې ولري او د ملي شورا هیڅ غړی حق نه لري چې کمپنۍ ولري، نو دوی دې مداخله نه کوي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل چې شفافیت زموږ ملي ژمنه او ملي اړتیا ده او زیاته یې کړه، موږ د اقتصادي سقوط څخه درې سلنې ودې ته رسېدلي یوو او دا د بېوزلۍ دوام دی، افغانستان باید ۹سلنې اقتصادي ودې ته ورسېږي چې دا له اغیزناکې پانګونې پرته امکان نه لري.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د قراردادونو ماهیت باید په شفاف او اساسي ډول خلکو ته په واضح وښودل شي او پروژې باید حقیقي او خلکو ته ځواب ویونکې وي.

جمهوررئیس غني وویل، لویې طرحې له عملي مدیریت پرته نتیجه نه ورکوي د حکومت رهبري ځکه خپل وخت په تدارکاتو لګولی دی چې د ملت او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د تدارکاتو سیستم کورنیو صنایعو ته ترجیح ورکوي، ځکه له هغې پرته خبیثه کړۍ رامنځته کېږي. هغه زیاته کړه، موږ لاندې پوړونو ته د صلاحیت انتقال غواړو، خو لومړی باید ظرفیت رامنځته شي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانو میرمنو تولیداتو ته به ترجیح ورکول شي او زموږ د تصمیم نیونې ډول روښانه او شفاف دی او تدارکات یو معنوي ارزښت دی.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، انجنیر الهام عمر هوتکي ته د تدارکاتو په بېلابېلو برخو کې د هغه د ښو خدمتونو د قدردانۍ په خاطر د غازي میربچه خان مډال ورکړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0