د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان  د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د تېرې ورځې د تروریستي برید په اړه چې یوشمېر خبریالانو او هېوادوالو په کې ژوند له لاسه ورکړ، راپور وړاندې کړ.

جمهوررئیس پر یادې پېښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، د وینا ازادي او د رسنیو ازاد فعالیتونه د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري. هغه اړوند مسوولینو ته دنده وسپارله چې د تېرې ورځې د پېښې څرنګوالی او امنیتي خلاوې وارزوي،  په دې اړه دې جزئیات او حقایق رسنیو سره شریک کړي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، پرونی تروریستي برید، د وینا پر ازادۍ برید او بشري ضد جنایت دی او عاملین به یې د قانون منګولو او عدالت ته وسپارل شي.

همداراز د ملي امنیت شورا غونډې د کابل په ځانګړې توګه د کابل د لویدیځ د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې او د هراړخیزو تدابیر د نیولو لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې غونډه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وشوې او د ننګونو  او ستونزو د ارزونې ترڅنګ اړوندو بنسټونو ته د امنیت د ښه والي لپاره مشخصې لارښوونې وشوې.

د غونډې په پای کې په سعودي عربستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او له هغوی سره د همکارۍ په برخه کې د اړوندو بنسټونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.