د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډې نن له غرمې مخکې د ځمکني ترانسپورټ د ترمینلونو د جوړولو پر راپور، د افغانستان-ترکمنستان دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د استانبول-کابل ترمنځ د اطلس ګلوبل هوايي شرکت د الوتنې د پېلولو پر غوښتنې بحث وکړ.
په پیل کې غونډې ته د ځمکني ترانسپورټ د ترمینلونو د جوړولو راپور د ترانسپورټ وزارت مسوولینو وړانډې کړ.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمدخان، د ملي انسجام په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي حاجي محمدالماس زاهد، د ښار او کور جوړولو وزیر، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د ملي تدارکاتو ادارې رئیس په دغې موضوع خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس په دې اړه وویل، د ځمکني ترانسپورټ د ترمینلونو جوړول بین الوزارتي مسوولیت دی او باید داسې تنظیم شي چې د خصوصي پانګونې په هڅولو کې مرسته وکړي.
هغه په دې برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله وې ویل، دولت د ځمکې، ډېزاین، د مقررو د تعینولو او څارنې مسوولیت لري او خصوصي سکتور دې د انکشاف او مدیریت په طرحو کار وکړي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د طرحې ستونزه د ځمکې د ټاکلو په برخه کې ده چې مخکې له مخکې مشخصه شوی ده او ډیزاین کوونکي کمپنۍ باید د ترمینل د جوړولو سیمې د تشخیص لپاره کار وکړي.
د ترانسپورټ وزیر وویل، د ترمینلونو د ډیزان په خاطر له بېلابېلو کمپنیو سره مذاکرات شوي چې د هغوی غوښتونکې پیسې له وزارت سره نه وې.
جمهوررئیس محمداشرف غني په دې اړه مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ترمینلونو د ډیزاین لپاره دې بودجه په پام کې ونیول شي.
د غونډې په بله برخه کې د اوسپنې پټلۍ د بیې ټیټېدو په خاطر د افغانستان ـ ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه بحث وشو. ترکمنستان چې د خپلې تعرفې په بیه کې کموالې راوستی په اقینې بندر کې له هر ټن څخه د ۱۰ ډالرو محصول د رفع کېدو غوښتونه کړې ده.
جمهوررئیس غني ترکمنستان د افغانستان دوست او همکار هېواد وباله او زیاته یې کړه، زمونږ سره د همکارۍ په برخه کې د هغه هېواد نیت، نیک دی او په بېلابېلو برخو کې باید د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره شي.
له هراړخیزو بحثونو وروسته د هېواد جمهوررئیس د اوسپنې پټلۍ ادارې ته دنده وسپارله چې د یادې موضوع په اړه دې له ترکمنستان سره مذاکره پيل او راتلونکي غونډې ته دې راپور وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني وویل، په اقینې بندر کې د ساتنې او مراقبت موضوع په پام کې نیول شوې او په دغې پرېکړه کې مهال ویش وضع شوی، ځکه دغه موضوع په زماني واټنونو کې غور ته اړتیا لري.
د غونډې په دوام کې د استانبول ـ کابل ترمنځ د اطلس ګلوبل هوایي شرکت د الوتنو پیل د غوښتنې په اړه هراړخیز بحث وشو چې د اقتصادي عالي شورا له خوا تائید شو.
وروسته، محب اډوانس ساختماني شرکت د ودانیزو توکو د تولیدي فابریکو د پراختیا او ډېزاین په خاطر د ځمکو د پېرلو او کرایې د غوښتنې په اړه بحث وشو.
جمهوررئیس په دې اړه وویل، ځمکه باید د قوانینو پر بنسټ کمپنیو ته ورکړل شي او زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ، مالیې، اقتصاد، ښار او کور جوړولو د وزارتونو او د ځمکو خپلواکې ادارې څخه جوړ پلاوې دې د یادې کمپنۍ وړاندېز وارزوي او د قیمت اېښودنې او پانګونې په خاطر دې خپل نظرونه شریک کړي.