د ترکیې له (TRT) راډیو ټلویزیون سره د جمهوررئیس غني مرکه

د ترکیې له (TRT) راډیو ټلویزیون سره د جمهوررئیس غني مرکه

خبریاله: مننه چې نن مو د ترکیې دولتي راډیو ټلویزیون شبکې (TRT) ته وخت ورکړ.

 جمهوررئیس: خوښ یم چې ستاسو هرکلی کوم. همداراز د ترکیې خلکو او حکومت ته مې نېکې هیلې ورسوئ.

خبریاله: له یوه لوري طالبانو د [اسلامي] امارت د بیا راژوندي کولو لپاره خپل پروګرام پټ نه کړ او له بل لوري امریکایان هم [له افغانستان] څخه د خپلو ځواکونو د اېستو غوښتونکي دي. په دوحه کې د غونډې په ترسره کېدو سره، ښکاري طالبانو لوړ موقف خپل کړی او امریکایانو هم  امتیازات ورته په پام کې نیولي دي. ستاسو په نظر، د دوحې غونډه به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لامل شي؟

جمهوررئیس: زما په نظر، دا ټول د فرضیاتو په کچه کې دي. اساسي موضوع دا ده چې په افغانستان کې ثبات یوازې د یوه ډیموکراتیک بهیر له لارې امکان لري. که چېرې موږ داسې سیستم ته لاسرسی ونه لرو، چې خلکو ته د خپل هېواد د رهبر د انتخابېدو زمینه برابره کړي، نو د ثبات ټینګښت امکان نه لري. د افغانستان خلکو هېڅکله هم امارت نه دی منلی، بلکې په تصنعي ډول پر هغوی تحمیل شوی و. د سولې مشورتي لویه جرګه چې د غویي میاشتې له ۹ تر ۱۲ جوړه شوې وه، په «جمهوري نظام» ټینګار وکړ. سوله باید په جمهوري نظام کې راشي، نه په اسلامي امارت کې.

دویم، یوې هوکړې ته د لاسرسي لپاره تیاری، د هوکړې نتیجه ګیري او د هوکړه‌لیک تائید د سولې د هر بهیر مراحل ګڼل کېږي. یوازې خلک کولای شي د پارلمان، لویې جرګې یا ټولپوښتنې له لارې د سولې هوکړه‌لیک تائید کړي. په همدې اساس، باید پوه شو چې دا بهیر بېلابېلې مرحلې لري.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ بحثونه پر څلورو اصلي برخو متمرکز دي. تر هغو چې په ټولو موضوعاتو هوکړه ونشي، په هېڅ یوې موضوع به هوکړه نه کېږي. له کوم وخته چې د افغانستان حکومت د روان کال په جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور کچې د ارزونې وړاندیز مطرح کړ، پر دې موضوع د نظر هېڅ ډول اختلاف نشته. یقیناً تاسو به په دې اړه نورې پوښتنې هم لرئ.

له تروریستي شبکو سره د اړیکو [قطع کولو] په اړه د طالبانو د ژمنتیا موضوع یوازې په امریکایانو پورې نه مربوط کېږي، بلکې دا په نړیواله، سیمه‌ییزه او په ځانګړي ډول ملي کچه یوه موضوع ده. په همدې اساس، دا ساده موضوع نه ده، چې کوم تضمین یا د تائید او ارزونې سیستم ته له لاسرسي پرته په راحتۍ [طالبانو] ته امتیاز ورکړل شي.

درېیمه موضوع، اوربند دی او موږ په بریالي ډول دا کار کړی. باید وویل شي چې د سولې راوستو لپاره د اوربند نوښت د افغانستان د حکومت له لوري مطرح شو، ځکه چې د پخواني جمهوررئیس په وخت کې اوربند ناشونی و، خو موږ هغه عمومي کړ.

څلورم، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دي؛ چې باید مذاکره وکړو.

دوه نور اساسي موضوعات؛ لومړی د نشه یي توکو او له جرمي اقتصاد سره د طالبانو اړیکه ده، چې دا یوه نړیواله او سیمه ییزه موضوع ده. دا موضوع د هیروئینو د تولید له مرحلې تېره شوې او اساسي موضوع د مت‌آمفتامین او شیشې د روږدي کوونکو مادو تولید دی، چې په نړیواله کچه ورته پاملرنه لازمي ده.

او بله موضوع د پاکستان او له طالبانو سره ددې هېواد اړیکې دي. په همدې اساس، زما په نظر په دې اړه قضاوت چې [طالبانو] ته امتیاز ورکړل شوی دی، تر وخت وړاندې دی. هم افغانستان او هم د امریکا متحده ایالتونو په دې اړه جدي هڅې پیل کړې دي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو سیاسي اراده شته ده. اوس توپ د طالبانو په میدان کې دی، چې مشخصه شي هغوی له دوامدار سیاسي بهیر سره یو ځای کېدو ته ژمنتیا لري او کنه.

خبریاله:  تاسو په ځلونو د طالبانو د جلبولو لپاره هغوی ته وړاندیزونه کړي، خو طالبانو بیا هر ځل له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې. دلیل یې څه دی؟

جمهوررئیس: دلیل یې ایډیولوژیک موضوعات، له امارت سره د هغوی ټولیز فکر او [له نورو سره] د طالبانو اړیکې دي. باید وویل چې موږ بریالیتوبونه هم لرو. په ۲۰۱۸ کال کې، موږ په ۴۰ کلونو کې په لومړي ځل وتوانېدو اوربند عملي کړو او هغه اوربند یوه ازموینه وه، چې په بشپړ ډول زموږ په کنټرول کې وه. د طالبانو لس زره کسان د هېواد له نورو خلکو سره یو ځای شول او تر اوربند وروسته هغوی په هېڅ صورت د جګړې بیا پیلېدو ته لېوالتیا نه لرله. له همدې امله باید د طالب جنګیالیو او رهبرانو ترمنځ یې توپیر وکړو، هغه موضوع چې د اوربند پر مهال په بشپړ ډول روښانه شوه. باید له دې هم انکار ونه کړو، چې د سولې ټول بهیرونه له پېچلتیاوو خالي نه وي او [مقاومت] او نه منل د سولې په بهیر کې نوې موضوع نه ده. باید ووایم، د سولې هدف چې موږ یې هڅه کوو، هماغسې چې مشورتي لویې جرګې موږ ته واک راکړی، هغه هدف دی چې ځان  مو ورته وقف کړی دی.

خبریاله: داسې ښکاري چې په دې اړه د نظر اختلاف شته، چې څوک د هېواد په ډېرو سیمو کنټرول لري. آیا دا موضوع اهمیت لري؟ ستاسو په باور، آیا «د ډېرو سیمو او ساحو کنټرول» کولای شي د امتیاز اخیستو اساس وبلل شي؟

جمهوررئیس: دا موضوع له دوو زاویو تشریح کولای شو. لومړی، که چېرې رسمي شمېرو ته وګورو، طالبان د هېواد د ټولو ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې په ۲۲ ولسوالیو کنټرول لري. دا وضاحت د سلنې د ترلاسه کولو لپاره تاسو سره ډېره مرسته کوي.

دویم، موږ باید عیني واقعیتونه په پام کې ونیسو. د هېواد ډېری نفوس په ښارونو کې ژوند کوي. حد اقل د هېواد پنځه میلیونه کسان، چې د هېواد د ټول نفوس یو پر شپږمه برخه جوړوي، په کابل کې ژوند کوي. که چېرې هغه نور خلک چې د ښارونو په مرکزونو کې ژوند کوي، محاسبه کړو، نو پایله به یې یو لوی رقم وي. باید ووایم چې ان د هېواد یو ښار هم د طالبانو په کنټرول کې نه دی.

دریم، د هېواد څړ ځایونه او غرنۍسیمې دي. کله چې «د تګ راتګ د آزادۍ» په اړه خبرې کوو، هغوی [طالبان] د خپلو شبکو په مرسته د تګ راتګ آزادي لري،خو د سیمو د کنټرول مسئله په منفي ډول تعریفوي. هر طالب پاسپورټ، تذکرې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي غوښتونکی دی، چې دا کار په حکومت پورې اړه لري. هغوی له چینایانو او ویتنامیانو سره یو څه شباهت لري چې د لاسرسي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې یو سیستم جوړ کړی دی.

اصلي موضوع، د طالبانو «منفي قدرت» دی، چې مشورتي لویې جرګې هغه د هېواد د اوسېدونکو لپاره یو مخرب قدرت، په روغتونونو برید، په پوهنتونونو برید او په کاروانونو د برید په نوم تائید کړ. په همدې اساس، دغه ډول قدرت یو مثبت لیدلوری نه، بلکې د جګړې یو تحریکوونکی عامل ګڼل کېږي او ټولنه هم هغه تائیدوي. په همدې اساس، دا خبره یوې حللارې ته اړتیا لري او موږ ځان مسؤول بولو چې یوه حللاره ولټوو. دا موضوع زموږ د اجنډا په لومړیتوبونو کې ځای لري. په همدې دلیل، هر ډول انګېزه یا اندېښنه یوې حللارې ته د رسېدو په موخه د شرایطو د تغییر لپاره ده.

خبریاله: ښاغلی جمهوررئیس، ښکاري ډېری افغان سیاسي اپوزیسیونونه لاس په کار شوي او لکه د امریکا متحده ایالتونه او طالبان غونډې جوړوي، څو احتمالاً وکولی شي خپل سیاسي راتلونکی تضمین کړي یا هم اړ شوي له دې کار څخه پرته بل بدیل نه لري. کولی شئ خپل د سولې پلان توضیح کړئ؟

جمهوررئیس: په پیل کې د سولې هغه پلان چې زه یې لرم، ټولشموله دی. په دوحه کې د خبرو په وروستي دور کې چې مدني ټولنې، ښځو، ځوانانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو په کې ګډون کړی وو، په خودجوشه، خو په څرګند ډول له «جمهوري نظام» څخه دفاع وشوه. کله چې د سیاسیونو په اړه خبرې کوو، هغه سیاسي ګوندونه مې هدف نه دی، چې ځانګړې ټاکنیزې حوزې لري.

آیا هغوی پخپله دې کار ته ځانونه انتخاب کړي؟ اساسي موضوع دا ده، چې د افغانستان حکومت، د افغانستان د خلکو منتخب استازی دی. د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته هېڅ ډول حرکت نشي ترسره کېدای. آیا د سیاسیونو یوه ډله کولای شي [د خبرو د لوریو] سیاسي بندیان آزاد کړي؟ یقیناً چې دغه صلاحیت یوازې له حکومت سره دی. زموږ د سولې پلان لاندې برخې لري:

لومړۍ، د سولې د ائتلاف جوړېدل، چې په هغه کې د بین المللي او سیمه ییزو لوبغاړو پیغامونه په منسجم ډول بیان شي. کله چې سیاسیون په جلا، جلا ډول له طالبانو سره ویني، په واقعیت کې هغوی ته د مهموالي یو حس ورکوي. دا کار نشي کولی ملموس واقعیتونه او د نړیوالو لوبغاړو منځمهالې او اوږدمهالې ګټې منعکس کړي.

دویم، د «خبرو» او «مذاکرې» ترمنځ باید توپیر وشي.  هغه څه چې په دوحه کې په وروستي دور کې وشول، خبرې وې نه مذاکره. دلته لازمه بولم چې له جرمني او د برګوف له بااعتباره مؤسسې مننه وکړم چې د دغو خبرو اسانتیاوې یې برابرې کړې. خبرې موږ ته د دې امکان برابروي چې یو بل وپېژنو. باید ووایم چې د دوحې وروستۍ غونډې له ګډونوالو سره مې دوه ساعته لیدنه لرله. دې غونډې ګډونوالو ته ډېری موارد روښانه کړل او د دې لامل شوه، چې د هغه تصویر ترمنځ تفاوت روښانه کړي چې دغو ګډ‌ونوالو وړاندې له طالبانو درلود او اوس یې لري. پایله دا ده چې د سختو او له جنجالونو ډکو چنو وهلو ته باید تیاری ونیسو.

درېیم، مذاکره. خبرې ټولشموله موضوع ده، خو مذاکره د دوو اصلي خواوو ترمنځ  متمرکز بهیر دی. موږ په دوو مرحلو کې د یوې هوکړې په لټه کې یوو. په لومړۍ مرحله کې یوې ابتدایي هوکړې یا یوه چوکاټ ته لاسرسی شاملېږي چې دواړه لوري پرې هوکړه ولري او هڅه کېږي تر سپټمبر وړاندې ورته ورسېږو. په دویمه مرحله کې، یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسېدل دي.

په پای کې، د هوکړه لیک د تطبیق موضوع ده. ما د سولې له سلو زیاتې هوکړې لوستې دي. یعنې پر دې مسئلې مې یو عمر کار کړی دی. په همدې دلیل باید سم او حساب شوی عمل وکړو. دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده، څو ګڼو مسایلو ته پام وشي. په همدې دلیل د سولې بهیر هره برخه مختلف شریکان، مختلف صفونه او مختلف ائتلافونه لري. په دې برخه کې اصلي موضوع د ښاروند‌محور [سولې هوکړه‌لیک] تائیدي میکانېزم دی.

خبریاله:  له هغه ځایه چې د سولې او جګړې په اړه د سیمې د دولتونو پالیسۍ حیاتي دي، آیا هغوی د سیمه ییز اتصال لپاره ستاسو د وړاندیز ملاتړ کوي؟

جهوررئیس: یقیناً. د سیمه ییز اتصال لپاره موږ واقعاً د عمل په مرحله کې یوو. څلورنیم کاله وړاندې افغانستان په وچه کې د یوه ایسار هېواد په توګه منزوي ګڼل کېده، په داسې حال کې چې نن د آسیا پر څلور لارې د بدلېدو په حال کې دی. هغه څه چې موږ د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغه هاخوا د قفقاز حوزې له هېوادونو سره کړي، حیرانوونکي دي. ویلی شو چې باور وړ فضا رامنځته شوې ده.

د ۲۰۰ کلونو لپاره زموږ جغرافیايي موقعیت د ضعف ټکی ګڼل کېده، خو که په راتلونکو سلو کلونو کې، په هغه صورت کې چې که په تدبیر عمل وکړو، دغه موقعیت په باارزښته پانګه بدلېدای شي. د آسیا د بېلابېلو برخو د وصل تر ټولو لنډه نقطه مرکزي آسیا ده، چې افغانستان د دغه مسیر د محور په توګه عمل کوي. د اتصال له نظره سویلي آسیا د نړۍ نه نښلېدونکې برخه او هغه سیمه ده چې انرژۍ [برېښنا] ته شدیده اړتیا لري. هند چې د ودې ماشین جوړ کړی، د زیاتې انرژۍ له برابرولو پرته به د هغه په حرکت راوستو قادر نه وي. په ورته مهال، پاکستان انرژۍ ته شدیده اړتیا لري، نو له همدې امله په دې برخه کې موږ د خپل مقام د بېرته ترلاسه کولو په حال کې یوو. موږ نه یوازې دا چې دغه طرحه په سم ډول درک کړې، بلکې د هغې اثبات ته هم اړتیا نه لرو. په مقابله نقطه کې زموږ اقدامات د انرژۍ، طبیعي ګازو او ترانسپورټ په برخو کې جریان لري.

له بل لوري، سیمه د بدلون هماغه د تحول بهیر تجربه کوي، چې د امریکا متحده ایالتونه یې له ۱۸۴۰ تر ۱۸۶۹ کلونو ترمنځ شاهد و. آسیا پر اقتصادي لویې وچې د بدلېدو په حال کې ده. د ترانسپورټ، سیمه ییز اتصال او نوري فایبر په برخو کې تحول ددې بدلونونو له ډلې دي. له همدې امله، د یادو بدلونونو د تحقق لپاره د لیدلوري تغییر ته اړتیا ده. ځینو [نړیوالو او سیمه ییزو] لوبغاړو ښایي د طالبانو په مقابل کې ځینې تضمینونه ترلاسه کړي وي، خو په منځمهال کې چې لس کلن لیدلوري ته اړتیا ده، په افغانستان کې د یوه پیاوړي دولت موجودیت د سیمې د ثبات او اتصال لپاره ضروري امر دی. اقدامات روان دي، خو [ددې خبرې د تحقق لپاره] لا ډېر زیات کار پاتې دی.

 خبریاله: تاسې څو ځلي د پاکستان یادونه وکړه. تاسې په دې وروستیو کې په پاکستان کې وئ او فکر کوم [د دغه هېواد له چارواکو] سره مو څو غونډې هم وکړې. ستاسې په نظر، پاکستان ددې بهیر [خبرو] په کوم ځای کې واقع دی او اوسمهال په دې مذاکراتو کې څه رول لري؟

جمهوررئیس: لومړی، له لومړي وزیر عمران خان سره مې خبرې رغاونکې وې، په ځانګړي ډول کله چې هغه لوی درستیز، د استخباراتي ادارې (ISI) رئیس، د سوداګرو ټولنه او د کابینې څو تنه غړي په بحث کې شامل کړل. ما له هغوی څخه په مستقیم ډول سپینې پوښتنې وکړې او هغه ځوابونه چې ما غوښتل ترلاسه مې کړل.

لومړی، آیا په افغانستان کې د طالبانو په رهبرۍ د یوه حکومت موجودیت د پاکستان په ګټه دی؟ د دې پوښتنې ځواب «نه» دی. دویم، آیا په کابل کې یو لاسپوڅی حکومت به د پاکستان ملي ګټې تأمین کړي؟ هغوی وویل، امکان نه لري او داسې به نه وي. درېیم، آیا اتصال او دغه راز په افغانستان کې ثبات د دوی [پاکستان] په ګټه دی؟ ځواب «هو» دی.

فکر کوم هغو مقاصدو ته په پام چې لرو یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لیدلوري تغییر رامنځته شوی دی، چې په دې برخه کې له لومړي وزیر عمران خان، جنرال باجوه او همکارانو یې مننه کوم. اوس مو خپله پاملرنه پر جزئیاتو متمرکزه کړې، چې باید په سم ډول درک شي، خو په عین حال کې باید پر دې پوه شو چې په لوړه کچه د لیدلوري تغییر به په منځنۍ کچو کې د سمدستي تغییر په معنی نه وي. په پاکستان کې چې د افغانستان پر ضد کوم نااعلان شوی جنګ پیل شوی، تر اوسه هم دوام لري. تروریستي ډلې اوس هم د مدارسو د شبکو له لارې پناه ځایونه او بېسونه لري، چې په لومړيو مرحلو کې په همدغو ځایونو کې د دوی خوځښت پیلېږي. د یادولو ده، چې اوس د پاکستان حکومت کار کوي چې په دې هېواد کې د مدرسو تعلیمي نصاب بدل کړي.

 عمده موضوع چې لومړي وزیر عمران خان یې په مکرر ډول یادونه کوله، دا وه چې آیا د پاکستان پخوانۍ پالیسۍ ددې هېواد په ګټه وې یا زیان. د دواړو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] راتلونکې اړیکې به د دې پوښتنې ځواب روښانه کړي. زموږ موخه دا ده، چې دواړه خپلواک دولتونه د هر اړخیزو همکاریو اړیکې پیدا کړي. موږ کولای شو دغو دوه اړخیزه ګټو ته زمینه برابره کړو.

په اسلام‌آباد کې مې پخپله وینا کې د اتصال موضوع په وضاحت تشریح کړه. هغه موضوعات چې ما ورته اشاره وکړه دا وو، چې افغانستان څه ډول تضمینونه برابرولی شي. هدف دا وو، چې هغوی ته ډاډ ورکړو چې دواړه هېوادونه کولای شي خپل ځان له وابستګۍ څخه خلاص کړي او د انرژۍ،  ګازو، اتصال، نوري فایبر او نورو برخو کې همکارۍ ته زمینه برابره کړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یو چوکاټ شته چې موږ کولای شو سیاسي، امانتي حسابونه، د جریمو وضع کول، په مدیریتي، ټولنیز او چاپېریال ساتنې برخو کې هغوی [د پاکستان سوداګرو او پانګه‌والو] ته تضمینونه برابر کړو. موږ باید د خپلو اړیکو په اړه فکر وکړو او کولای شو له یوه بل سره کار وکړو.

په رښتیا هم چې دا د پاکستان لپاره یوه حیاتي پوښتنه ده. سره له دې چې پاکستان په بالقوه ډول یو نوښتګر هېواد دی او په اغېزناک ډول خپل رول لوبوي، خو پخوانیو پالیسیو دغه هېواد منزوي کړ؛ تر هغه ځایه چې د بېوزلۍ کچې د راکمولو پر ځای یې دغه هېواد د پورونو زیاتوالي او راتلونکې ابهام سره مخ کړی دی. د یادولو ده، چې لومړی وزیر عمران خان په جدي ډول د بېوزلۍ له منځه وړو په لټه کې دی. که چېرې د بېوزلۍ له منځه وړل، چاپېریال ساتنه او د اتصال اجنډا د خپلې ګډې همکارۍ اساس وټاکو، فکر کوم کولای شو مخکې ولاړ شو. خو د دغو اقداماتو ستره برخه په هغو تصمیمونو پورې اړه لري، چې په راتلونکو میاشتو کې ترسره کېږي.

خبریاله: که چېرې په امنیت خبرې وکړو. پر طالبانو سربېره، نورې وسله والې ډلې هم په افغانستان کې فعالیت لري. حاضردمه کولی شو د داعش نوم واخلو. په همدې حال کې، له هېواد څخه د دفاع په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت په اړه هم زیات بحثونه شوي دي. ستاسو په نظر، آیا افغان امنیتي ځواکونه په یوازې ځان کولای شي له هېواده دفاع وکړي یا د زیات نور وخت لپاره هم بهرني ملاتړ ته اړتیا لري.

جمهوررئیس: له پوښتنې مو مننه. دا موضوع دوې برخې لري. لومړی اجازه راکړئ چې د هېواد د امنیتي ځواکونو د زړورتیا، قربانیو او هېوادنۍ مینې له امله هغوی ته احترام اداء کړم. کله چې زه د افغانستان جمهور رئیس  شوم، له یاده مه وباسئ چې ټولو تحلیلګرانو همدا وړاندوینه کوله چې په شپږو میاشتو کې به امنیتي ځواکونه سقوط شي. هغوی غوره او غښتلي شوي. ټول عمر مې هڅه کړې چې جوړولو او آبادۍ ته تیاری ونیسم، نه د جګړې رهبرۍ ته. خو د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېر زیات ویاړم. په امنیتي برخه کې اصلاحات ترسره شوي، هغه څه چې په تېر کې له مقاومت سره مخ شوي وو. حاضر دمه، د افسرانو، بریدملانو او سرتېرو غوره او نوی نسل په هېواد کې فعالیت کوي. ددې برخې اصلي ستونزه په سیستمونو، پروسو، مدیریت او رهبرۍ کې وه.

سږ کال، په ځانګړي ډول په تېرو شپږو میاشتو کې، [په امنیتي برخه کې] همکارانو مې په غوره ډول خپلې دندې ترسره کړې. دا د قضیې یو اړخ دی، دا ځکه چې موږ د سل زره نړیوالو ځواکونو خالي ځای ډک کړ او د جمهوررئیس کرزي په وخت کې مې په ویاړ د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد بهیر طرحه او مدیریت پر غاړه درلود.

دویمه برخه، د ترهګرۍ موضوع ده. ترهګري یوازې زموږ ستونزه نه ده، بلکې یوه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ده. ولې موږ پر دې ټینګار کوو چې له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو، دا ځکه چې طالبانو [په افغانستان کې] نورو [ترهګرو] ډلو ته د ودې مناسب بستر برابر کړی دی.

داعش هم د همدغه مناسب بستر په پایله کې چې هغوی ته برابر شوی [افغانستان] ته راغلل او په پایله کې [زموږ له ځواکونو سره] جنګېږي. له اوسنۍ جګړې د [طالبانو] اېستل به له بهرنیو اشغالګرو سره د تاوتریخوالي ستونزې ته بدلون ورکړي او هغه مهال ټولنه کولی شي د هغوی په مقابل کې بسیج شي. افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت لومړۍ کرښه ده. موږ د هر یوه هېواد په استازولۍ جنګېږو، دا ځکه چې سیمه ییزه همکاري موږ په خیرات کې نه غواړو، بلکې رښتیني کېدل یې ګډو همکاریو ته اړتیا لري. موږ د [ځواکونو] د شمېر په برخه کې انعطاف منوونکي یوو. هر څومره چې غښتلي کېږو، په هماغه کچه به د ځواکونو شمېر کم شي او کمو مالي سرچینو ته به اړتیا وي. باوري یم چې په راتلونکو څلورو پنځو کلونو کې به د اقتصادي ودې او د اتصال اجنډا د عملي کولو له امله، دېرو کمو مالي سرچینو ته اړتیا ولرو. له بل لوري، موږ باید د مختلفو سناریوګانو وړاندوینه وکړو. د دې پوښتنې [د افغان ځواکونو وړتیا او له بهرني ملاتړ سره اړیکې] ځواب له هغو سناریوګانو سره تړلی دی، چې وړاندوینه یې کېږي. اوس ورته مشخص ځواب نشو ورکولی.

خبریاله: تاسو یو وخت د امریکا متحده ایالتونو اوسني جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ ته له افغانستان څخه [د امریکایي ځواکونو له وتو پرته] د لګښتونو د کموالي پلان ورکړی و. آیا په دې اړه بحثونه دوام لري؟

جمهوررئیس: یقیناً. موږ په دې اړه دوامدار بحثونه لرو. خوښ یم، چې همدا اوس هم موږ د لګښتونو د کموالي په حال کې یوو. موږ همداراز زموږ په غوښتنه د ځواکونو د شمېر په کموالي مفصل بحثونه کړي دي، چې کولای شي د سپما او همداراز د لا زیات مؤثریت زمینه برابره کړي. باید ووایو، د امنیتي ځواکونو کړنې چې رهبري یې پر غاړه اخیستې او ورځ تر بلې قوي کېږي، په دې برخه کې کلیدي او ځانګړی اهمیت لري.

خبریاله: تاسو د جمهوررئیس، مالیې وزیر او د نړیوال بانک د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي، چې تاسو ته امکان درکوي څو افغانستان له مختلفو زاویو وارزوئ. ستاسو په نظر، هغه کوم خنډونه دي چې افغانستان ورسره په دوامداره ډول مخ دی؟

جمهوررئیس: موږ له پنځو کلیدي موضوعاتو سره سر و کار لرو. لومړی، د داسې دولت جوړول چې وکولای شي زموږ د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د هیلو استازولي وکړي چې یوازې (په ولسواکۍ ولاړ) ډیموکراتیک دولت کولای شي دې موضوع ته د عمل جامه واغوندي. هیله لرم په تېرو څلورنیمو کلونو کې مې ثابته کړې وي، چې افغان مېرمنې غوره دي او افغان ځوانان له انرژۍ ډک، وړ او نوښتګر نسل دی چې کولای شي د خپلې راتلونکې مالکان وي. زه په دې بهیر کې خپل ځان یو ارتباطي پُل وینم.

دویمه موضوع، د مارکېټ جوړول دي. د «خصوصي سکتور» لغت په یوه پراخ لغت بدل شوی دی، خو دغه لغت په لومړي ځل په ۱۹۴۶ کال کې استفاده شو. د افغانستان له طبیعي پانګې د اعظمي استفادې او د هغه د پرمختګ لپاره اړتیا ده د کار بازار بنسټونه جوړ شي. تېر کال، افغانستان د نړیوال بانک له لوري د هغو هېوادونو د لېست په سر کې اعلان شو، چې د کسب و کار په برخه کې یې اصلاحات راوستي دي.

درېیمه موضوع، سوله جوړونه یا د سولې تثبیت دی. د پایداره سولې په نه موجودیت کې هغه قېمت چې د جګړې لپاره ورکول کېږي، ورانوونکی دی. یقیناً د سولې د تثبیت لپاره لازمه ده په تېرو څلوېښتو کلونو برلاسي شو.

څلورمه موضوع، د ملت جوړونې بهیر غښتلي کول او ملي یووالی دی. دا کار ټولنیزو پروګرامونو ته اړتیا لري او له هغه ملت پرته امکان نه لري چې خلک یې احساس کړي؛ هېڅوک تر بل غوره یا کم نه دی. زموږ د فرهنګ په اړه به درته ووایم. هیله لرم ستاسو توجه مې جلب کړې وي. زموږ ډېری ودانۍ چې زموږ د ملي هویت ښودنه کوي له منځه تللې دي. د یوه لوی پروګرام له لارې به یې ټولې بېرته جوړې کړم. د دغو ودانیو په اړه چې کوم ویاړ او افتخار شته دی، په هېواد کې له ډېری انکشافي پروژو غوره دی، دا ځکه چې دلته زموږ د ملي هویت موضوع مطرح ده. افغانستان مختلفې ژبې او اقوام لري، خو زموږ واک زموږ په تنوع کې دی. موږ باوري یوو چې هر افغان پرته له دې چې خپله ژبه په پام کې ونیسي، ځان په دې کور [هېواد] پورې تړلی بولي. همداراز په دې بهیر کې بېرته هېواد ته د ګډوالو او هغو افغان قشرونو راګرځول دي چې بهر ژوند کوي. نږدې څلور میلیونه کسان په کډوالۍ کې ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون کسان د ترکیې په ګډون د همکاریو او اقتصادي پراختیا سازمان (OECD) په غړو هېوادونو کې ژوند کوي. هغوی ډېر بااستعداده دي. خو باید ووایو چې ددې تراژیدۍ یوه ګټه په افغان کډوالو کې د انساني پانګې رامنځته کېدل دي، چې واقعاً حیرانوونکې ده.

پنځمه موضوع، سیمه ییز اتصال دی. په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې، په زور یو هېواد د انکشاف پر لور نشئ بیولی، خو د اتصال له لارې دا کار امکان لري.

دغه پنځه پروسې چې ما تشریح کړې، کولای شي افغانستان د زیاتو دردونو او ستونزو تر ګالولو وروسته انکشاف، ثبات او سولې ته ورسوي. زموږ مقام به زموږ د مېلمه پالنې هغه فرهنګ بیا راژوندی کړي، چې تر دردونو او کړاونو وړاندې دوه زره او پنځه سوه کاله موږ نړۍ ته ثابت کړی و.

خبریاله: حاضردمه، د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په اړه چې ښایي په راتلونکو څو هفتو کې ترسره شي، ډېرې خبرې کېږي. په راتلونکو څو اونیو کې ددې هوکړه لیک لاسلیک به د جمهوري ریاست په ټاکنو اغېز ولري؟

جمهوررئیس: پر ټاکنو به اغېز ونه لري. لومړی باید هغه سوله تشخیص کړو، چې پر ټاکنو اغېز لري؛ هغه به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وي، نه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ. هماغسې چې مې وویل، دا بهیر خپلې مرحلې لري.

دویم، له امریکا متحده ایالتونو او نورو همکارو هېوادونو سره زموږ هوکړه دا ده چې لومړی تر ټاکنو وړاندې یوې ابتدایي سولې یا د سولې لپاره یو چوکاټ ته ورسېږو. دا چې ټاکنې یوه حیاتي پروسه ده، ترسره کېدل یې حتمي دي. په بل عبارت، ټاکنې هغه بهیر دی چې په اساسي قانون کې تسجیل شوې دي. د افغانستان راتلونکی زعیم، که زه وم یا بل څوک، باید د سولې ماموریت ته دوام ورکړي، دا ځکه چې سولې ته رسېدل سختو پرېکړو، چنو وهلو او د افغانستان په خلکو یې منلو ته اړتیا لري. په بل عبارت، سوله باید د خلکو له لوري د منلو وړ وي.

کلمبیا در یاده کړئ. جمهوررئیس سانتوس د سولې لپاره قرباني ورکړه. په همدې دلیل، باید باوري شو چې ټول موضوعات د مذاکرې په مېز نه مظرح کېږي، د مذاکرې مېز د بهیر یوه برخه ده خو تر هغه وړاندې نورې مرحلې هم شته دي. لومړی باید سوله وشي او تر هغه وروسته تائید او ومنل شي. موږ د ټاکنو د ترسره کېدو په حال کې یوو او د امریکا متحده ایالتونو په ګډون زموږ ټول بین المللي همکاران زموږ هر اړخیز ملاتړ کوي. په لومړي ځل، موږ د خپلو ټاکنو د لګښت ډېره برخه پخپله ورکوو. په بل عبارت موږ د ټاکنو د ملي او اړینې پروسې د ترسره کولو د ډاډ لپاره د حکومت ۹۰ میلیونه ډالره بودجه مصرفو.

خبریاله: او د موقت حکومت په اړه چې څه ویل کېږي، هغه څنګه؟

جمهوررئیس: دا بې معنی خبرې دي. هېڅ حکومت چې په ډیموکراتیک ډول انتخاب شوی وي، د خپل انحلال حق نه لري. په کوم صلاحیت موقت حکومت جوړېږي؟

خبریاله: جناب جمهوررئیس، د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي اړیکو ته په پام، آیا ترکیه د افغانستان په راتلونکې کې پررنګه رول ترسره کولی شي؟

جمهوررئیس: موږ له ترکیې سره خپلې اړیکې په داسې ډول توصیف کوو؛ لنډمهاله، منځمهاله، اوږدمهاله او د تاریخ له انقضاء پرته ډېر اوږدمهاله. زموږ اړیکې زرګونو کلونو ته رسېږي. د افغانانو او ترکانو ترمنځ اړیکې زموږ د غوره او عالي تمدن یوه برخه وه، وړاندې تر دې چې ترکیه، ترکیه شي؛ یعنې موږ هم پخپل هېواد کې د ترکیې یوه برخه وو. د افغانستان د ترک‌تبارانو ژبې یعنې ازبکي او ترکمني زموږ د هېواد درېیمې ژبې دي. له ترکیې سره زموږ اړیکې له سلو کلونو اوړي. ترکیه په افغانستان کې ډېره فعاله ده. باید له یاده ونه باسئ چې جنرال زورلو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو دویم قوماندان و. هغه یو ترک و. ترکیه په لومړیو کې د آیساف او وروسته د غوڅ ملاتړ یو مهم غړی و او دی او زموږ اړیکې د لا ښه کېدو په حال کې دي، په ځانګړي ډول له هغه وخته چې آذربایجان د رېل پټلۍ له لارې له جیحان بندر سره وصل شوی دی. هماغسې چې پوهېږئ، زموږ لارۍ د TIR ترانسپورټي سیستم له لارې استانبول ته ورسېدې. زموږ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي او د اسلامي همکاریو سازمان د یوه غښتلي پخواني رئیس او د سیمې د یوه قدرت او د نړیوال لوبغاړي په توګه د افغانستان په بحثونو کې د ترکیې حضور حیاتي دی. موږ باوري یوو چې زموږ اړیکې نه یوازې غښتلې دي، بلکې تر پخوا به نورې هم غښتلې شي.

خبریاله: ستاسو په نظر، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان په کوم ځای کې وي؟

جمهوررئیس: افغانستان به پر ځان یو متکي، د سیمه ییز اتصال محور، د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو بستر وي؛ افغانستان به هغه ځای وي چې ښځې او نارینه به یې د خپل میراث مدعیان وي؛ د اسلامي تمدن له اړخه او هم د افغانستان د اساسي قانون له نظره هغه اسلامي هېواد دی چې اساسي قانون یې تر ټولو زیات اسلامي پېژندل شوی دی؛ هغه هېواد چې کولای شي پخپلو ټپونو د مرحم پټۍ کېږدي او د یوویشتمې پېړۍ په پاتې کلونو کې به په ویاړ خپل سفر ته دوام ورکوي. ښایي خطرونه هم وي، خو دا به هماغه افغانستان وي چې زه یې غواړم.

اوس دا د افغانستان په نورو همکارانو او سیاسي بحثونو پورې اړه لري، هغه څه چې د افغانستان خلک غواړي هغوی یې په رښتینولۍ کې ورسره مرسته وکړي. باوري یم هغه لیدلوری چې ټکی په ټکی مې نن بیان کړ، افغانان به یې په خورا لېوالتیا ومني، دا ځکه چې کولای شي خپل ځان په دې لیدلوري کې وویني. هیله لرم چې ځای ناستی او تسلسل په یوې منظمې او دوامداره پروسې بدل شي او له دې لارې د چارو مسؤولیت هغه ځوان نسل ته وسپارل شي، چې له ټیمي کار، ملي یووالي او سیمې او نړۍ څخه د درک وړتیا ولري. هغوی به دغه بېړۍ ساحل ته رسوي.

خبریاله: مننه چې موږ ته مو وخت راکړ.

جمهوررئیس: له تاسو مننه.#