په کابل او ننګرهار کې د تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو په موټر او د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې په دوو جلا تروریستي بریدونو او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین په پایله کې د ښځو، ماشومانو او ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغو وحشیانه بریدونو د غندلو ترڅنګ وویل: طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي، خو هغوی باید پوه شي چې په دې کارونو نه د سولې په مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کولای شي او نه د خلکو له نفرت او کرکې ځان خلاصولای شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.