د ماین چاودنې پېښه کې د یو شمېر هېوادوالو د شهید او ټپي کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د هرات-کابل لویې لارې په اوږدو کې د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې نن سهار د سپرلۍ پر موټر د افغانستان د دښمنانود خښ شوي ماین د چاودنې په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس غني د دغې پېښې د غندلو پرمهال وویل، ملکي وګړو په ځانګړي  ډول علماوو، ښځو او کوچنیانو ته زیان اړول د افغانستان د دیني علماوو متفقې فتوا او د اسلامي نړۍ د علمای کرامو له اعلامیې سره چې په افغانستان کې یې مسلمان وژنه او روانه جګړه حرامه بللې، په ټکر کې دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې دردناکې پېښې د شهېدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا هیله کوي

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0