په اندونیزیا کې د وروستۍ سونامي او زلزلې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په اندونیزیا کې د سونامې او زلزلې په راتلو چې د دغه هېواد یو شمېر وګړو ته یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه واړول، سخت خواشینی شو.

جمهوررئیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د اندونیزیا حکومت او خلکو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب څرګند او زیاته یې کړه، موږ د اندونیزیا د جمهوري دولت او خلکو  په درد او غم کې ځانونه شریک ګڼو.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0