په پروان ولایت کې د اورلګېدنې پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په تاسف سره د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د تېرې شپې د اورلګېدنې په پېښه کې زمونږ یوشمېر هېوادوال مړه او ټپیان شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د قربانیانو له کورنیو سره د تسلیت او خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د ټپیانو د انتقال او درملنې او د دې پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي د څېړلو په برخه کې بیړني اقدامات وکړي.

د هېواد جمهوررئیس د پاک خدای له درباره قربانیانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا غوښتنه کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0