اصلي پاڼه / د جمهور رئیس‌ ویناوې

پي.بي.ایس خبري چینل سره د جمهور رئیس د مرکې ژباړه

د خپرېدو نېټه: ٣١ غویی, ١۴٠٠

پي.بي.ایس: آیا داسې ګڼئ چې د امریکایي ځواکونو په وتلو، افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو امکان شته؟ جمهور رئيس غني: که خبره د جګړې وي، نو موږ چمتو یوو. موږ له میاشتو راهیسې چمتو وو. د امریکايي ځواکونو ستنېدل ستراتیژيکه پرېکړه وه او موږ ته یې ډېر شیان واضح کړل. اوس به جګړه ساده شي، ځکه د نړیوالې توطیې، په افغانستان کې د نړیوال دایمي حضور او نورې...

له شپیګل الماني مجلې سره د جمهور رئیس غني د مرکې پښتو...

د خپرېدو نېټه: ٢٦ غویی, ١۴٠٠

دا مرکه د می میاشت په ۱۵مه نېټه شپيګل مجله کې خپره شوې ده. شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، متحده ایالاتو بې ستاسې له دخیلولو، له طالبانو سره سوله وکړه او اوس له افغانستانه وځي، داسې نه احساسوئ چې خیانت درسره شوی؟ جمهور رئيس غني: دې کې خیانت کوم دی؟ د ښاغلي باېډن ادارې یوه ستراتيژیکه پرېکړه وکړله. هغوی خپلې ګټې ارزیابي او تعریف کړې دي. زه د دې پرېکړې درناوی...

د «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې د...

د خپرېدو نېټه: ١۴ غویی, ١۴٠٠

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه د افغانستان او سیمې د سولې لارنقشه د جمهور رئيس باېډن له لوري، د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې له افغانستان د متحده آیالاتو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ویستلو پرېکړه، د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی. د افغانستان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره ورته د یوه فرصت او عین...

ولسي غونډې ته د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا بشپړ متن

د خپرېدو نېټه: ٠۴ غویی, ١۴٠٠

بسم الله الرحمن الرحیم درنو کندهاریانو، اتلانو، د لوی احمدشاه بابا، د ستر میرویس خان، د نازو انا او د زرغونی انا اولاد! وکیل صاحبانو، ډېرو درنو مشرانو، ځوانانو، خوېندو،له کابله راغلو ټولو وزیر صاحبانو، مشرانو، خصوصي سکتور، جناب فضلي صاحب، ډاکټر صاحب محب، جناب لومړی معاون صاحب، لومړی تر ټولو د بشریت د ستر پېشوا تحفه در وړاندې کوم: السلام علیکم و رحمته الله و برکاته! داپګړۍ او دا...

د مهمند نړیوال روغتون پرانیسته کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا...

د خپرېدو نېټه: ٠۴ غویی, ١۴٠٠

بسم الله الرحمن الرحیم ډېر  دروند ورور جناب معاون صاحب اول د ریاست جمهوري جناب امرالله خان صالح، د کابینې ټول محترم غړي، د کندهار محترم والي صاحب، د کندهار ټول درانه مشران، ځوانان، محترمې خویندې، د امنیتي او دفاعي قوا جناب لوی درستیز  صاحب او ارشد امنیتي معین صاحب، جناب واحدي صاحب، ډاکتر صاحب محب، خصوصي سکتور، ټول مشران غضنفر صاحب، الکوزی صاحب او ټول د هر یوه نوم...

د شاتوت بند جوړولو تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې د...

د خپرېدو نېټه: ٢٢ سلواغه, ١٣٩٩

چهارچنار ماڼۍ د بښوونکي او مهربانه خدای په نامه د هند لومړی وزیر جلالتماب نرېندرا مودي، د افغانستان د جمهوري ریاست ښاغلی لومړی مرستیال او د جمهوري ریاست محترم دویم مرستیال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د هند د بهرنیو چارو وزیر، د کابینې غړو، محترمو همکارانو؛ ښاغلی لومړی وزیر؛ د ډېرې خوښۍ ځای دی چې په انلاین ډول په دې هیله بښونکو مراسمو کې له تاسو سره یو...

د شاتوت بند جوړولو تفاهم لیک د لاسلیک مراسمو کې د هند...

د خپرېدو نېټه: ٢٢ سلواغه, ١٣٩٩

جلالتمآب جمهوررئیس غني؛ ستاسې له ډېرې ښکلې وینا مننه. غواړم خپل سلامونه ستاسې همکارانو او خپلو دوستانو ته په افغانستان کې وړاندې کړم. په پیل کې دا چې په دې مراسمو کې مې په ځنډ سره حضور وموند، له تاسې بښنه غواړم. موږ په پارلمان کې غونډه لرله او په پارلمان کې ځینو کارونو دا ایجابوله چې هلته واوسم او په همدې دلیل مې راتګ وځنډېد. نن په حقیقت کې...

سي. این. این تلویزیوني شبکې سره د جمهوررئیس محمداشرف غني مرکه

د خپرېدو نېټه: ٢١ مرغومی, ١٣٩٩

خبریال: جمهوررئیس غني او لومړۍ مېرمن رولاغني؛ ښه راغلاست. ډېر کم پېښېږي چې د یو هیواد جمهوررئیس او لومړۍ مېرمن دې همزمان مرکه وکړي. لومړی که د نوي میلادي کال په اړه پیغام لرئ، خصوصا داسې مهال چې د متحده ایالتونو نوې اداره د ایجاد په حال کې ده. جمهوررئیس غني: لومړی تاسو ته د نوي کال مبارکي وایم. همدارنګه د کرونا د تلفاتو په اړه د خپلې ژورې ډاډګېرنې...

د ملي روغې جوړې عالي شورا د لومړۍ ناستې پرانیسته او جمع...

د خپرېدو نېټه: ١٥ لیندۍ, ١٣٩٩

سلامخانه ماڼۍ - ارګ بسم الله الرحمن الرحیم که اجازه مو وي زه به یوازې ووایم مشرانو چې کار ساده شي. ټولو مشرانو! از تشریف آوری تان امروز،  از صمیم قلب ابراز امتنان می کنم. در نقطۀ اول من میخواهم از تشکری­ها شروع کنم، جناب داکتر صاحب از شما تشکر که ریاست شورای عالی مصالحه را به عهده گرفتید و از وحدت ملی افغانستان نمایند­گی می کنید. از جناب استاد...

د ملګرو ملتونو مجمع ځانګړې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس...

د خپرېدو نېټه: ١٣ لیندۍ, ١٣٩٩

ښاغلی جمهوررئیس؛ له تاسو چې دغه فرصت مو راکړ او د دې ناستې د جوړېدو له امله مننه کوم. همداراز، د ناپېیلو هیوادونو غورځنګ د رئیس په توګه د اذربایجان جمهوررئیس څخه چې د کویډ ۱۹ په اړه د اوسنۍ غونډې جوړېدو نوښت یې کړی، مننه کوم.له برابر شوي فرصت څخه په استفادې غواړم هغه درسونه چې په افغانستان کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مو زده...