جمهوررئیس غني مېرمن ماري کارلوین ته افغاني تابعیت ورکړ

جمهوررئیس غني مېرمن ماري کارلوین ته افغاني تابعیت ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې مېرمن کارلوین مکمکن (بي بي ماري) ته چې د امریکې د متحدو ایالتونو اصلي تبعه ده افغاني پاسپورټ ورکړ او هغې ته یې د افغانستان د تابعیت اخیستو مبارکي وویله.

په دغه مناسبت په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال محمد هارون چخانسوري مېرمن ماري کارلوین ته د افغاني تابعیت د ورکړې په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي دي چې مېرمن ماري کارلوین څه باندې ۳۸کاله په افغانستان کې اوسېدلې ده، چې نن یې رسماً د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ.

د جمهوري ریاست د عالي مقام په فرمان کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه موظف شوي دي چې له نورو اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د دغه فرمان د تطبیق په برخه کې اجراآت وکړي.

جمهوررئیس غني مېرمن کارلوین ته د افغانستان د نورو اوسېدونکو تر څنګ د ښه او آرام ژوند هیله وکړه او له افغانانوڅخه د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې يې د هغې له هڅو مننه وکړه.

ورپسې مېرمن کارلوین د هېواد د جمهوررئیس نېکې هیلې او ښه نظر وستایه وې ویل: افغانان ډېر صمیمي او انسان دوسته خلک دي، چې زه ورسره ځان هوسا او ارامه احساسوم.

د یادونې وړ ده چې مېرمن کارلوین په افغانستان کې د اوسېدو پرمهال په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول بې سرپرسته ښځو سره د لاسي صنایعو او خیاطۍ په برخه کې همکاري کړې ده.