جمهوررئیس غني کروندګرو ته په خطاب کې: هره بسوه ځمکه چې تاسې فعالوی هغومره ورسره زموږ استقلال زیاتېږي

جمهوررئیس غني کروندګرو ته په خطاب کې: هره بسوه ځمکه چې تاسې فعالوی هغومره ورسره زموږ استقلال زیاتېږي

۱۳۹۶کال د وري ۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د بزګر ورځې په مناسبت د پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له یو شمېر کروندګرو سره وکتل.

 په پیل کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې د کرنې وزارت فعالیتونو ته په اشارې وویل، پخوا یې فعالیتونه یوازې تر مرکزونو محدود و، خو اوس تر ولسوالیو غځیدلې دي.

هغه زیاته کړه، د منظمو پلانونو له مخې د دغو فعالیتونو په نتیجه کې کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ او د لبنیاتو پروسس وده کړې ده او د کروندګرو په محصولاتو او ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی. هغه جمهوررئیس او کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې تر کار لاندې پلانونو له مخې به روان کال کې دغو ولایتونو کې د کرنې وزارت فعالیتونه لا زیات او چټک شي.

ورپسې د کروندګرو په استازیتوب ډاکټر شاه محمود له کروندګرو څخه د جمهوررئیس له ملاتړه مننه وکړه وې ویل، په تېرو دوو کالو کې یې په څلورو جنوب ختیځو ولایتونو کې د کرنې په برخه کې ډېر محسوس تغییرات لیدلي دي. هغه زیاته کړه، که د کروندګرو محصولات زیات او په مناسبه بیه خرڅ شي؛ نو بېوزلي، بیکاري، ناامني او نشه يي توکي به هم ورسره ورک شي.

دغه کروندګر وویل، چې یاد ولایتونه په اکثریت مواردو کې له نهایت محرومیته کړېږي، نو بناً دغو ولایتونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

همداراز میرمن ضیا ګل د یادو ولایتونو د ښځینه کروندګرو په استازیتوب وینا وکړه او په دغو ولایتونو په ځانګړي ډول لوګر ولایت کې یې د ویالو پاکولو، د چرګانو او مچیو روزنې، د کرنیزو فارمونو ایجاد او په کوپراتیفونو کې د ښځینه کروندګرو غړیتوب په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه.

هغې په کرنیزو کوپراتیفونو کې د ښځو ګډون او ښځینه کروندګرو ته د حکومت پاملرنه وستایله او ښځینه کروندګرو ته یې د حکومت لا زیاته پاملرنه وغوښته.

ورپسې جمهوررئیس محمداشرف غني په اوسنیو سختو شرایطو کې د کروندګرو کار او زحمت وستایه او هغوی یې د دې خاورې اصلي ساتونکي وبلل چې نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په زیاتولو سره د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه لري بلکې د خپلو سیمو د امنیت په ټینګښت کې هم مهم نقش لوبوي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، هره بیسوه ځمکه چې تاسې فعالوی هغومره ورسره زموږ استقلال زیاتېږي، هره ښځینه چې د مچیو او چرګانو په ساتنه او باغدارۍ برخه کې ګام  پورته کوي، دا په اصل کې د افغانستان د ترقۍ په لور ګام دی او هر څومره زحمت چې کاږي هغومره ورسره افغانستان د خودکفايي په لور درومي.

جمهوررئیس کروندګرو ته په خطاب کې وویل، پخوا ستاسو محصولاتو بازار نه درلود، د لومړي ځل لپاره مې دفاع وزارت ته وویل چې د خپلو کروندګرو محصولات وکاروي او دا لړۍ به نورو وزارتونو ته هم وغځول شي او تر هغو به روانه وي چې پیداوارو ته کورنی او بیا بین المللي بازار پیداشي.#