جمهوررئیس غني د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

جمهوررئیس غني د خپلواکۍ ګټونکي  اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په جریان کې نن غرمه په جلال اباد ښار کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې د خپلواکۍ  ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال یو ځل بیا ټولو ته د خپلواکۍ د سلمې کالیزې مبارکي وویله  او د ارګ عملیاتي واحداو د ننګرهار ولایت مقام څخه یې د غازي امان الله خان د مزار د رغاونې په خاطر مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس د ننګرهار  له ولسونو څخه د دغه ستر او ملي شخصیت د عزت او درناوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هیواد د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې  په خاطر مننه وکړه.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د نیمګړي څپرکي بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه، په ننګرهار کې عمومي، انکشافي او د حکومتولۍ وضعیت ښه بدلون موندلی او د ولسونو په همکارۍ د لا ډېرو پرمختګونو هیله شته.