جمهوررئیس غني د آل نهیان کورنۍ له یو شمېر غړو سره غمشریکي وکړه

جمهوررئیس غني د آل نهیان کورنۍ له یو شمېر غړو سره غمشریکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په ابوظبۍ ښار کې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د عظمی صدارت مرستیال شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان او د آل نهیان کورنۍ له یو شمېر نورو غړو سره د شیخ سلطان بن زاید آل نهیان د وفات له امله خپله خواخوږي او همدردي وکړه. 

جمهوررئیس د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب دوی ته د تسلیت او غمشریکۍ څرګندولو پر مهال وویل، افغانستان او متحده عربي امارات د دوه مسلمانو او وروڼو هیوادونو په توګه د یو او بل په غم او ښادۍ کې شریک او زموږ هیوادونه د بل هر وخت په پرتله ښه مناسبات لري.

مرحوم شیخ سلطان د متحده عربي اماراتو د مؤسس شیخ زاید بن سلطان آل نهیان دویم زوی دی چې د دوشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات او پرون په ابوظبۍ ښار کې خاورو ته وسپارل شو.