د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني چې دا مهال متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره د ټلیفون په کرښه خبرې وکړې.

په دغه تفصیلي ټلیفوني اړیکه کې، د دواړو هیوادونو مشرانو د سولې پروسې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو بحث او خبرې وکړې.

د امریکا متحدو ایالتونو جمهور رئیس د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادانو د خلاصون لپاره د افغانستان د جمهور رئیس له مرستې څخه مننه وکړه.

دواړو لوریو په بېلابېلو، په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د داعش تروریستي ډلې د ماتې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستایل.

جمهور رئیس غني  د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس ته معلومات ورکړل چې په مقابل کې جمهوررئیس ټرمپ د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار  وکړ او وې ویل: د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، پکې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي. 

د دغې ټلیفوني اړیکې په پای کې جمهوررئیس ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته د یوه رسمي سفر په خاطر جمهوررئیس غني ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د جمهوررئیس له لورې ومنل شوه.