دکابل ښار نهمه ناحیه کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: متاسفانه د افغانستان دښمنانو پرون ماښام د کابل ښار د نهمې ناحیې سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې د ملګرو ملتونو یو بهرنی کارکوونکی وژلی او یو شمېر هیوادوال یې ټپیان کړي دي.

جمهوررئیس غني دغه برید په سختو ټکو وغانده او اړوندو ارګانونو ته یې د دغه برید د عاملینو د تشخیص او مجازات ترڅنګ امنیتي ارګانونو ته د امنیت د لا ښه تامین او په ځانګړي ډول د بین المللي بنسټونو د هغو کارکوونکو د خوندیتوب په موخه چې په افغانستان کې بشري مرستې او خدمات برابروي، لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس غني د ملګرو ملتونو د وژل شوي بهرني کارکوونکي کورنۍ او همکارانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغه تروریستي برید ټپیانو ته د رسېدنې لپاره خپلې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.#