په لوګر ولایت کې د جنسي ناوړه استفادې د راپورونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په لوګر ولایت کې د جنسي ناوړه استفادې راپورونه چې په پیل کې د دغه ولایت د مدنې ټولنې له لورې مطرح شول، اندښمنونکي وبلل.

جمهوررئیس وویل، نن مې د یادې قضیې د پرمختګونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پر مهال، په دې برخه کې د ترسره شویو کړنو په اړه خپل مخالفت اعلان کړ او فوراً مې د ملي امنیت لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه خپل اقدامات ودروي، ځکه د مدنې فعالانو او بشري حقونو د مدافعینو د امنیت خوندیتوب د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی. 

هغه زیاته کړه: دغه ډول ادعاوې باید لوی څارنوالي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر خپلو څېړنو او ارزونو لاندې ونیسي.

جمهوررئیس غني وویل، پوهنې وزارت ته مې لارښونه کړی د لوګر ولایت د هغو سیمو په اړه چې پکې له زده کوونکو څخه د جنسي ناوړه استفادې ادعا موجوده ده، مفصل راپور وړاندې کړي او هیله لرم یاد راپور به ژر او په مکمن فرصت کې ترلاسه کړم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ټینګار وکړ، د پنجشنبې په ورځ به په ارګ کې د قانون د حاکمیت او فساد ضد مبارزې عالي شورا غونډه کې د بشري حقونو د مدافعینو د امنیت د خوندیتوب پر موضوع او هغه ګامونه چې په دې برخه کې واخیستل شي لازیات بحث وکړم.