په کندز کې پر ملکي وګړو د دښمن د ماین دچاودنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

په خواشینۍ سره پرون ماښام د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې د غندلو پرمهال وویل، د ماشومانو، ښځو او عامو افغانانو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول جنایتونه له ولس سره د دښمنۍ په مانا دي او تر هغو چې دوی خپل دغه ناوړه چلند بدل نه کړي او له جګړې لاس وانخلي، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې سخت وځپي.

طالبان او د دوی ملاتړي د دغه ډول تروریستي پېښو، وحشتونو او جنایتونو په ترسره کولو سره نه د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپله ماتې پټولای شي او نه هم د هیواد په روښانه راتلونکي زموږ د خلکو ټینګه اراده او باور کمزوری کولای شي، ځکه زموږ مېړني او زړور سرتېري به دوی هر ځای ولټوي او نابود به یې کړي.

د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.