د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه، نن ماښام  په ارګ کې جوړه شوه.

د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې جمهوررئیس غني د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر، د افغانستان د پلټنې ادارې رئیسې غزال حارث او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مرستیال نعیم حقمل سره په غونډه کې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ناوړه استفادې د ادعاو په اړه د ارزونو پر پرمختګونو خبرې وکړې.

په غونډه کې ټینګار وشو چې لوی څارنوالۍ او د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون دې یاده قضیه وارزوي او وڅېړي، همدراز دې یاد بنسټونه په دې اړه راتلونکي اقدامات او اجراات له خلکو سره شریک کړي.

همدارنګه هغې ځانګړې کمېټې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د هیواد په ځینو ادارو کې د جنسي ځورونې ادعاو د ارزونې په خاطر ګومارل شوې وه، خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

وروسته د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډې د عدلي او قضايي ادارو د ۱۳۹۹ مالي کال پر بودجوي لومړیتوبونو او اړتیاو بحث وکړ.

غونډې د لوی څارنوالۍ د عادي او انکشافي پروژو د اړتیاو له هغې جملې په مرکز او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لوی څارنوالۍ د ادارو د اړتیاو، زیربناو جوړولو، د څارنوالانو د مالیاتي او مالي، اقتصادي او مسلکي ظرفیت لوړولو او په دغه اداره کې د رونیزو برنامو د تمویل او مسلکي روزنې انستیتوټ د ملاتړ په موخه پر پیشنهادي طرحې بحث وکړ.

همدارنګه په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت د بودجوي اړتیاو او لومړیتوبونو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون او د پلټنې عالي ادارې پر بودجوي ستونزو هم خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې دې د دغو ادارو لومړیتوبونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي.

جمهوررئیس وویل، د قانون د حاکمیت ارګانونو د بودجوي لګښت د لومړیتوبونو څرنګوالی مهم دی چې ملموسې پایلې ترې ولرو. هغه زیاته کړه، د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو زیربناوې یوه ملي برنامه ده او د هغې د پیاوړتیا لپاره دې هڅه وشي چې ددغو بنسټونو د خدمتونو ظرفیت لوړ شي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت او د قضايي او لوی څارنوالۍ د کادرونو د استخدام په برخه کې دې استعجالیت په پام کې ونیول شي.