د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو سره وکتل

د افغانستان او امريکا جمهوررئيسانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني د امريکا متحدو ايالتونو جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
په دې کتنه کې د امريکا جمهوررئيس ډونالډ ټرمپ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستايل او جمهوررئيس غني ته یې د افغانستان په ختيځ کې د داعش د ماتې مبارکي وويله.
د دواړو هيوادونو جمهوررئیسانو ټينګار وکړ چې که طالبان د سولې هوکړه ليک ته ژمن دي، بايد اوربند ومني او که چېرې غواړو په افغانستان کې پایداره سوله تامين شي بايد له هيواده بهر د تروريستانو ځالې لمنځه یووړل شي.
وروسته جمهوررئیس غني او جمهوررئیس ټرمپ په بګرام کې امريکايي سرتېرو ته په وينا کې د هغوي او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې.
همداراز هغوی د دښمن په ځانګړي ډول د داعش او القاعدې په ماتولو کې د دواړو هيوادونو وروستي پرمختګونه بېساري وبلل.