د هلمند د سرحدي لوا د قومندان د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو نن د هلمند ولایت د سرحدي څلورمې پلې لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې شهید او ددغې لوا دوه سرتېري او یو سیمه ییز خبریال ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه ترورویستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، شهید جنرال مقبل د وطن زړور او صادق بچې و چې تروریزم سره د مبارزې او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په لار کې ځان نذرانه کړ.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، تروریستان او د دوی ملاتړي په دغه ډول بزدلانه بریدونو سره د ملي ارزښتونو د ساتنې او جمهوریت څخه د دفاع په برخه کې ددې خاورې د رښتینو بچیانو اراده او باور نشي کمزوری کولای.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهید جنرال مقبل کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#