جمهوررئیس غني د هیواد د شپږو ولایتونو انکشافي برنامې اړوندو والیانو ته توضیح کړې

جمهوررئیس غني د هیواد د شپږو ولایتونو انکشافي برنامې اړوندو والیانو ته توضیح کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د شپږو ولایتونو والیانو سره چې د اتو اقتصادي زونونو له جملې په یو اقتصادي زون کې شامل دي، وکتل او د دغو ولایتونو لپاره یې اقتصادي او انکشافی لیدلوري توضیح کړل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر او بدخشان والیانو حضور درلود، جمهوررئیس غني د هیواد په ټولو ولایتونو کې د متوازن انکشاف او موجوده ظرفیتونو د انکشاف په اړه خبرې وکړې.

د هیواد جمهوررئیس د انکشافي برنامو د مدیریت په خاطر له یادو والیانو مننه وکړه او وې ویل، باید د هیواد د هر ولایت دقیقه مطالعه موجوده وي چې طبیعي شتمنۍ، انکشافي ظرفیت، د صادرېدو وړ کرنیز پیداوار، عایداتي سرچینې او بشري ظرفیتونه یې واضح شي. هغه له والیانو وغوښتل د راتلونکي کال لپاره د خپلو ولایتونو لومړیتوبونه واضح کړي چې د مثبتو پایلو او موثریت په موخه په بودجه کې شامل شي.

جمهوررئیس غني همدارنګه د یادو ولایتونو له والیانو وغوښتل چې د اوبو پر مدیریت، د ځنګلونو پر ساتنې، د کانونو پر انکشاف او عایداتي پروژو تمرکز او زیاته پانګونه وکړي، همدارنګه دې د یوه ملي لومړیتوب په توګه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او ساتنې د ظرفیت د ایجاد په برخه کې پلانونه جوړ کړي.

د هیواد جمهوررئیس په دغو ولایتونو کې پر کرنیز انکشاف ټینګار وکړ او وې ویل، د کرنیزو ظرفیتونو لوړول، په هر ولایت کې د صادراتو وړ پیداوار تشخیص، د باغدارۍ مدیریت او د ځنځیري ارزښت لمخې پانګونه د خلکو د اقتصادي سطحې د لوړولو لامل ګرځي. هغه همداراز له والیانو وغوښتل، په یادو ولایتونو کې دې د ملي پارکونو سیمې تثبیت او پر عایداتي منابعو د هغې د بدلولو او انکشاف کار وشي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اداري واحدونو ترمنځ دې اداري اړیکې پیاوړې، په حکومتولۍ کې دې د ضعف نقطې تشخیص او پاملرنه دې ورته وشي.