جمهوررئیس غني د یونسکو فرهنګي مسوول سره وکتل

جمهوررئیس غني د یونسکو فرهنګي مسوول سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (UNESCO) فرهنګي مسوول فلیپ دیلانګي سره په کتنه کې د مس عینک تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه  بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس اطلاعاتوفرهنګ وزارت او د یونسکوفرهنګي مسوول ته دنده وسپارله چې د مس عینک کان سیمې د تاریخي ابداتو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره تفصیلي پلان باندې کار وشي.

جمهوررئیس وویل، حکومت د تاریخي ابداتو د ساتنې مسوولیت لري، یونسکو او اړونده ادارې دې د لرغونو اثارو د ساتنې، څارنې او خوندیتوب لپاره خپلې تجربې د افغانستان حکومت سره شریکې کړي.

د یونسکوفرهنګي مسوول د تاریخي ابداتو او سیمو د ساتنې په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په مننې لرغونو اثارو او ابداتو ته د حکومت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.