جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سریلانکا سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د سریلانکا سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د سریلانکا سفیر ګګن پولاستي بلاتسینګهالا سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د اړیکو په ځانګړي ډول د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د سیاسي،اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي ګګن پولاستي د هڅو قدرداني  او نوموړي ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

دغه راز د سریلانکا سفیر له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او د افغانستان د اقتصادي ودې، د جګړې د ختمېدو او د سولې او ثبات د تامین په خاطر یې د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې. هغه زیاته کړه، سریلانکا هم د جګړې توره دوره تېره کړې او اوس هلته د سولې فضا حاکمه ده.جمهوررئیس غني څرګنده کړه، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. د دوامداره سولې د تامین لپاره به د ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د سریلانکا له بریالیو تجربو استفاده وکړو.