د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزول شو

د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو سره په غونډه کې، په لګښتونو کې د سپما او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزاوه.

په دغه غونده کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني په ۱۳۹۸ کال کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سپما راپور د اورېدو ترڅنګ وویل، د امنیتي او دفاعي بنسټونولګښتونو په ځانګړي ډول د تېلو، اعاشې، غیر ضروري تجهیزاتو او قراردادونو په برخو کې پام وړ سمپا شوې. هغه ټینګار وکړ چې په امنیتي بنسټونو کې د بودجې لګښتونه باید د اغېز د زیاتوالي په اندازه وي او اړتیا ده چې سټنډرډ مالي سیستم جوړ شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د بودجې او سپما پلان باید د اهدافو پر اساس ترتیب شي چې د بودجې په مصرف کې مؤثریت راشي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د فساد ضد جدي مبارزې  او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې دې لا زیات تمرکز وشي.

جمهوررئیس غني په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې تشکیلاتي تورم ته په اشارې د دغو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو بنسټونو پر تشکیلاتو بیا کتنه وکړي او د تشکیلاتي تورم مخنیوی وکړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ولسوالیو په کچه دې د نظامي تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ارزونه او واضح تصویر رامنځته شي. د دې ارزونې پر اساس دې کمبودۍ او اړتیاوې روښانه او د هغو د پوره کېدو لپاره پر یوې طرحې هم کار وشي.

جمهوررئیس د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ساتنه او څارنه مهمه وبلله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو د ساتنې او څارنې لپاره پلان او منظمه برنامه ترتیب کړي.