جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره وکتل

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي تادامیچي یماماتو سره وکتل.  

په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې وشوه او د هیواد د امنیتي ارګانونو مسوولینو هم حضور درلود، یماماتو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تاسیساتو او کارکوونکو د غوره امنیت د ټینګښت په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

نوموړي د کابل ښار د نهمې ناحیې په وروستي تروریستي برید کې د دغه بنسټ د یوه کارکوونکي وژل کېدو او یو شمېر نورو ټپي کېدو ته په اشارې وویل، هیله ده د دغه بنسټ د تاسیساتو او کارکوونکو د ساتنې په خاطر لازیات امنیتي تدابیر ونیول شي.

د کتنې په پای امنیتي مسوولینو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تاسیساتو او کارکوونکو د غوره امنیت د ټینګښت په اړه به خپلې نوې ارزونې پیل کړي.#