د نړۍ په کچه په ورته بنسټونو کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د غوره ځای د تثبیت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان حکومت د بشري حقونو ملي بنسټونو نړیوال ائتلاف له لوري، د نړۍ په کچه د ورته بنسټونو په منځ کې دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د غوره ځای د تثبیت او نوي باور ورکولوهرکلی کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چې د اساسي قانون د ۵۸ مادې پر اساس په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت او څارنې په موخه تاسیس شوی، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د اغېزناک فعالیت او پام وړ لاسته راوړنو له امله توانېدلی، یو وار بیا یې د پنځو کلونو لپاره د بشري حقونو ملي بنسټونو نړیوال ائتلاف غړو د «الف» کټه ګورۍ بنسټونو په منځ کې باور تمدید شي.   

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د اساسي قانون د اومې مادې پر اساس، په هیواد کې د بشري حقونو اصولو رعایت ته ژمن دی.

جمهوررئیس غني د دې لاسته راوړنې د هرکلي ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنې ته ژمن دی او د هغو بنسټونو او کسانو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو د ساتنې  په برخه کې فعالیت کوي.