جمهوررئیس غني: معلولیت لرونکي وګړي مختلفې وړتیاوې لري

جمهوررئیس غني: معلولیت لرونکي وګړي مختلفې وړتیاوې لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، د امنیتي او دفاعي بنسټونو معلولینو، د جهاد دورې او نورو معلولینو حضور درلود، جمهوررئیس غني وویل، معلولیت لرونکي وګړي بېلابېلې وړتیاوې لرې.

جمهوررئیس زیاته کړه، ما له تاسې هر یو سره د دې لپاره روغبړ وکړ چې ستاسې وړتیا له نږدې ووینم، ویاړم چې د ملت عمده برخه یاست او بېلابېل مهارتونه لرئ.

جمهوررئیس په دې پر ټینګار چې زموږ فرهنګ باید په وړتیا متمرکز وي حاضرینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د معلولینو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون لیدلې، هغه خلک چې لاس نه لري په خپله خوله او پښو نقاشي او خطاطي کوي.

جمهوررئیس غني وویل، د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو په ویاړ به په راتلونکي کال کې د معلولینو د وړتیاو پر تقدیر زیات تمرکز وشي.

د هیواد جمهوررئیس د دې په څرګندولو سره چې د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور په ګډون په ټولو پورې اړه لړي وویل، ټول باید یوه بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. 

جمهوررئیس څرګنده کړه، د دولت په دستګاه کې له ساختاري اصلاحاتو پرته د معلولینو د ستونزو حل ممکن نه دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هیواد د شهیدانو او معلولینو د وینو پر وړاندې بې تفاوته نشي او دوی ته نه پاملرنه د منلو وړ نه ده.

جمهوررئیس د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ستونزو د حل په خاطر د اداري سیستم او د معلولینو د تګ راتګ لپاره د ودانیو جوړولو د قوانینو پر ساده کولو ټینګار وکړ او وې ویل، معلولین ملي دي په ځانګړې قوم او سیمې پورې تړاو نه لري.  

همدارنګه جمهوررئیس غني د افغانستان پر اقتصادي انکشاف ټینګار وکړ او وې ویل، خپل توقعات باید مدیریت کړو او د معلولینو حق باید حقداره معلولینو ته ورسېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په ټولنه کې د معلولینو د فعالې ونډې مننه وکړه او وې ویل، هیله ده د معلول کوچنیانو د پرېشانې ترانې د هوسا، باثبات او قانونمند افغانستان پر بیانونکو ترانو بدلې شي.

په دغو مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي په خپلو خبرو کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل، معلولیت د بشریت اړوند پدیده ده او بدبختانه چې په تېرو څلور لسېزو کې په هیواد کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی دی.

هغه وویل، په هیواد کې تر ۹۰۰ زرو ډېر معلولین موجود دي او دغه قشر ته د تېر په پرتله زیاته پاملرنه شوی، د دوی د رسېدنې پروسه اسانه او همغږي زیاته شوی او تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.

اریوبي زیاته کړه، له تعدیل وروسته د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو طرحه عدلیې وزارت ته استول شوېده، همداراز موږ د معلولینو د غږ مرکز، ډیټابیس او د معلولیت ملي ستراتېژي ایجاد کړې او د ۲۰۱۹ کال لپاره د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معلولیت لرونکو وګړو د رهبرۍ او مشارکت لوړولو تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د شعار د تطبیق هڅه وکړو.

په همدې ترتیب په دې مراسمو کې د معلولینو د سرتاسري شورا رئیس مسعود صافي دغه قشر ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، د معلولینو ډېری غوښتنې عملي شوي او موږ هیله لرو چې معلولینو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، لوړو زده کړو او کارموندنې په برخو کې زیاته پاملرنه وشي.

نوموړي همدا راز د معلولینو د حقونو او امتیازاتو د اجرا او پارا المپیک ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دغو مراسمو په جریان کې جمهوررئیس غني د معلولیت لرونکو وګړو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون له نږدې وکوت او تنکیو معلولینو هم یوه ترانه ولوسته.