د باختر هوايي شرکت د ایجاد طرحه او په اریانا هوايي شرکت کې اصلاحات وازول شول

د باختر هوايي شرکت د ایجاد طرحه او په اریانا هوايي شرکت کې اصلاحات وازول شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې په اریانا افغان هوایي شرکت کې د اصلاحاتو او د باختر هوايي شرکت د ایجاد طرحه وازوله.

په دې غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت او ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس خپل راپور وړاندې او وې ویل، د عمل برنامه ترتیب شوی او د باختر هوايي شرکت اساسنامه او عایداتي پلان هم چمتو شوی دی.

په دې غونډه کې د الوتکو د پېرلو پر طرحې هم بحث وشو، د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس وویل، هڅه کوو دغه شرکت ژر په خپلو پښو ودرېږي.

جمهوررئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته د باختر هوايي شرکت پر واضح اقتصادي تحلیل ټینګار وکړ او وې ویل، ددغه شرکت په ایجادولو کې باید بین المللي معیارونه په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د مسلکي کادرونو په ځانګړي ډول د پیلوټانو د روزنې پر پلان او د دوی د پرسونل د لېږد په برخه کې دې ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د دغه شرکت د همکارۍ پر طرحې کار وشي.

همدارنګه جمهوررئیس غني د هیواد په ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د اساسي تاسیساتو پر جدي ارزونې او د هغو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په اریانا افغان هوايي شرکت کې دې د خدمتونو وړاندې کولو، بشري ظرفیت راوستو، د عوایدو زیاتولو په خاطر د سوداګریز پلان او حاجیانو د لېږد پلان په موخه اساسي اصلاحات په پام کې ونیول شي.

هغه د دې په بیانولو سره چې اریانا افغان هوایي شرکت باید پر ګټور شرکت بدل شي وویل، دا شرکت باید له بهرنیو هوايي ډګرونو سره وصل شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، حامدکرزی بین المللي هوايي ډګر دې منظم شي او په هغه کې د مسوولو بنسټونو صلاحیتونه دې مشخص وي. هغه زیاته کړه، ټولو هوايي شرکتونو سره دې د اریانا افغان هوايي شرکت منفي سیالۍ پر مثبتې سیالۍ بدله او د هوايي ‌ډګرونو د امنیت خوندیتوب ته دې هم پاملرنه وشي.