د سعودي عربستان پاچا د ورور د وفات په مناسبت د جمهوررئیس غني د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینې سره خبر شوم چې د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز ورور امیر متعب بن عبدالعزیز وفات شوی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د امیر متعب بن عبدالعزیز آل سعود د وفات په خاطر د سعودي عربستان پاچا، د آل سعود کورنۍ او د دغه هیواد خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.#