د امنیتي او دفاعي سکتور اړتیاو پوره کولو په موخه د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ظرفیت څرنګوالی وارزول شو

د امنیتي او دفاعي سکتور اړتیاو پوره کولو په موخه د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ظرفیت څرنګوالی وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف نن ماښام د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ مسوولینو سره په کتنه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو د اړتیاو پوره کولو په موخه د یادې تصدۍ د ظرفیت پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ رئیس د هیواد په څو ولایتونو کې د دغې تصدۍ د ظرفیتو او زېرمو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني وویل، دغه تصدي پر موجوده ظرفیت زموږ د امنیتي او دفاعي بنسټونو اړتیاوې نشي پوره کولای.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ټولو تاسیساتو او زېرمو د اروزنې په موخه دې یو پلاوی موظف او داسې تحلیل ترلاسه شي چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د مایع ګاز او نفتي موادو د تاسیساتو زېرمو پر طرحې کار وکولای شو.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د اوسنیو زېرمو، دویمې او ستراتېژیکې زېرمو د مدیریت سیستم دې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د اړتیاو پوره کولو متمرکزې جوړې شي.

هغه پر دې په ټینګار چې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدي دې په مارکېټ کې له پرچون حالت څخه راووځې وویل، د زېرمو پر مدیریت دې څارنه زیاته شي او ددې  تصدۍ د موجودیت موخه دې دا وي چې د دولتي بنسټونو اړتیاو ته رسېدنه وکولای شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د دولت د مایع ګاز او نفتو اړتیاوې د دولتي تصدیو له لورې پوره شي.