د ډاکټر تتسو ناکامورا د وژل کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار په جلال اباد ښار کې ډاکټر تتسو ناکامورا د تروریستي برید په پایله کې وواژه او د هغه یو شمېر همکاران یې هم شهیدان کړل.

جمهوررئیس غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب په افغانستان کې د دوست هیواد جاپان استوګن سفیر سره د ټلیفوني خبرو پرمهال د ډاکټر تتسو ناکامورا پر وژل کېدو ژوره  خواشیني څرګنده کړه. 

جمهوررئیس د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې د ډاکټر تتسو ناکامورا فعالیتونو ته په اشارې وویل، حکومت د نوموړي د دغو خدمتونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د افغانستان تابعیت ورکړ او د افغانستان خلک به د هغه خدمتونه او درناوی هېر نه کړي.

جمهور رئیس پر دې په ټینګار چې د افغانستان دښمنان  د دغه ډول جنایتونو، ترور او وحشت له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زموږ د هیوادوالو او بین المللي شریکانو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی، اړوندو مسوولینو ته د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندلو او د ډاکټر تتسو ناکامورا او د ده د شهیدو همکارانو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ،  شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.#