جمهوررئیس غني د اغاخان نوې سفیره خپل حضور ته ومنله

جمهوررئیس غني د اغاخان نوې سفیره خپل حضور ته ومنله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د اغاخان نوې سفیره مېرمن شهرزاده هیرجي په ارګ کې خپل حضور ته ومنله او په اقتصادي پراختیا، د افغانستان د تاریخي سیمو او ابداتو په بیارغاونې او تعلیمي پروګرامونو یې بحث وکړ.

د هیواد جمهوررئیس د اغاخان نوې سفیرې ته د ښه راغلاست او د اغاخان بنسټ د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، زموږ ټینګار پر دې دی چې د ولسوالیو او کلیو په کچه دې اقتصادي پروګرامونه زیات شي او د کرنیزو محصولاتو کیفیت دې لوړ شي، ترڅو د صادراتو معیارونو سره برابر شي. له دې سره د خلکو عواید زیاتېږي. 

جمهوررئیس غني همداراز د اغاخان او دولتي بنسټونو د ګډ کار په ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، د افغانستان د تاریخي سیمو او ابداتو د بیارغاونې د ډيزاین او طرحې په برخه کې د اغاخان او دولتي بنسټونو ګډ کار به ښې او غوره پایلې ولري. 

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د تعلیمي نظام ښه والي ته جدي پام کوي او د اغاخان سفیرې څخه یې وغوښتل چې د اغاخان بنسټ بریالي روزنیز ماډلونه په سیمه کې تطبیقوي، له افغانستان سره شریک کړي.  

جمهوررئیس غني همداراز د سیمې په کچه د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د متمرکزو انکشافي پروژو د تجربو په شریکولو ټینګار وکړ.

د اغاخان نوې سفیرې مېرمن شهرزاده هیرجي د جمهوررئیس غني نظریات او وړاندیزونه وستایل او زیاته یې کړه، اغاخان بنسټ به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.#