جمهوررئیس غني د سعودي عربستان له لوري د قرانکریم د هدیې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

جمهوررئیس غني د سعودي عربستان له لوري د قرانکریم د هدیې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سعودي عربستان له لوري د قران عظیم الشان د سل زره ټوکونو د هدیې په مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته د وینا پرمهال له خادم حرمین الشریفین او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود څخه د دغې ارزښتناکې او عظیمې ډالۍ مننه وکړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب خادم حرمین الشریفین ته د هغه د ورور د وفات له امله تسلیت ووایه.

محمداشرف غني د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې تاریخي، دوامدارې او دوستانه وبللې او څرګنده یې کړه، دغه سل زره ټوکه قران مجید او په پښتو او دري ژبو چاپ تفسیر شریف به د واضح ارزونې او پلان له مخې ووېشل شي.

جمهوررئیس وویل، خادم حرمین الشریفین د برحقه جهاد پرمهال چې ولیعهد و، له افغان مجاهدینو سره پام وړ مرستې کړي او له افغانستان څخه ښې خاطرې لري.  هغه د عیدګاه، پل خشتي، شاه دو شمشېره او نورو جامع جوماتونو بیارغاونې ته په اشارې وویل، د جوماتونوجوړولو او بیارغاونې ته څلوېښت میلیون ډالره بودجه ځانګړې شوې ده.

محمداشرف غني وویل، په پروان کې د امام ابوحنیفه (رح) مرکز تر کار لاندې دی او نور دیني مراکز به هم ورغاول شي. هغه زیاته کړه، افغانستان د مذاهبو د همکارۍ، همزیستۍ، اتفاق او اتحاد ځلانده تاریخ لري.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، علما د ټولنې په ثبات او رهبرۍ کې پام وړ رول لري. د افغان علماو متفقه فتوا یې بېسارې او په سوله کې د دوی رول ارزښتناک وباله. همدارنګه یې د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا، سعودي عربستان د علماو، د مکې مکرمې او مدینې منورې د خطیبانو د برحقه دریځ قدرداني وکړه.

جمهوررئیس وویل،د علماو د مالي اړتیاوو پوره کولو ته اساسي پاملرنه کېږي. د مدرسو د نصاب په اړه باید واضح نتیجې ته ورسېږو. د منابعو په لګولو باید تجدید نظر وشي او په هغه ځای کې مصرف شي چېرې چې واضح نتیجه لري.  

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین تاج محمد مجاهد د سعودي عربستان  دغې معنوي هدیې څخه په مننې په وروستیو کې جوماتونو، مدرسو او علماو ته د حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني پاملرنه بېسارې وبلله.

ورپسې په افغانستان کې د سعودي عربستان استوګن سفیر جاسم محمد الخالدي وویل، خادم حرمین الشریفین او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود خوښ دی چې د جمهوررئیس غني په غوښتنه د ملک فهد مطبعې چاپ قران شریفونه افغانستان ته هدیه کوي.

نوموړي وویل، سعودي عربستان او افغانستان  پر اسلامي ورورلۍ ولاړې ژورې تاریخي رېښې او ډیپلوماتیکي اړیکې لري. پر همدې اساس د سعودي عربستان حکومت او ملت له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او په سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره مرستې کړې دي.

د سعودي عربستان سفیر وویل، هیواد یې په افغانستان کې د امنیت، پخلاینې، ثبات او پرمختګ غوښتونکی دی او له افغانانو سره د مرستې په موخه یې انکشافي پروژې تر لاس لاندې دي. هغه زیاته کړه، سعودي عربستان خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دی او په افغانستان کې له طبیعي پېښواو  افتونو سره د مبارزې په موخه له بې بضاعته خلکو سره په مرستو ټینګار کوي.#