جمهوررئیس غني د ټلیفوني تماس له لارې خادم الحرمین الشرفین سره غمشریکي وکړه

جمهوررئیس غني د ټلیفوني تماس له لارې خادم الحرمین الشرفین سره غمشریکي وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټلیفوني تماس له لارې د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز ته د هغه د ورور امیر متعب بن عبدالعزیز آل سعود د وفات له امله د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب، څرګند کړل.

جمهوررئیس په دغه ټلیفوني مکالمه کې مرحوم ته د فردوس جنت، د سعودي عربستان پاچا او د آل سعود کورنۍ ته د خدای تعالی په دربار کې د جمیل صبر هیله وکړه.

په پای کې خادم الحرمین الشریفین د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ټلیفوني تماس او غمشریکۍ مننه وکړه.