جمهوررئیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

جمهوررئیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د اوربند او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا جمهوررئیسانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د پایداره سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو، خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني، خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه ذکر شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.#