د پوهنې وزارت د دندو او جوړښتونو پر بیا کتنې بحث وشو

د پوهنې وزارت د دندو او جوړښتونو پر بیا کتنې بحث وشو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د پوهنې وزارت پر دندو او جوړښتونو د بیا کتنې په موخه غونډه نن ماښام جوړه شوه. 

دغه غونډه چې د پوهنې وضعیت د ارزونې او په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د مخکېنیو غونډو په دوام په ارګ کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت پر سرپرست ډاکټر میرویس بلخي او د دغه وزارت معینانو سربېره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري او یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو حضور درلود په پیل کې د پوهنې وزارت مسوولینو د دغه وزارت د جوړښتونو او دندو د بیاکتنې طرحه له جمهوررئیس سره شریکه کړه.

د دندو او جوړښت او پوهنې وزارت د اوسني قانون بیاکتنه او تعدیل، د باکیفیته ښوونې او روزنې د میتودونو او اساسي عناصرو، فارغانو ته د شغلي مسیر انتخاب، ددغه وزارت تخصصي او ملاتړي وظایف، د مدیرتي او تخصصي کادرونو د ظرفیت لوړولو او پر مکتب محورۍ تمرکز د دغې طرحې عمده برخې دي.

جمهوررئیس غني له یادې طرحې د مننې پر مهال وویل، پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره مناسب لوری ټاکل شوی او اړتیا ده چې په دقت سره مخته ولاړ شو.

هغه د خالیګاو پر مشخص کېدو په ټینګار وویل، نورې ادارې لکه اترا، کلیوپراختیا او عامې روغتیا وزارتونه او د ولسي تړون شوراګانې باید د پوهنې سیستم پر پیاوړتیا کې ممد واقع شي.

جمهوررئیس وویل، د اسلامي تعلیماتو په اړه دې پر مشخص پلان د علماو سرتاسري شورا سره په مشوره اساسي کار وشي.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ په ولسوالیو کې دې پر ښوونیزو بنسټونو تمرکز وشي او په دې برخه کې دې ولسوالان خپل کلیدي رول ولوبوي. 

جمهوررئیس غني د دې پر بیانولو چې د پوهنې د اصلاحاتو موضوع دوامداره بحث دی وویل، پوهنه باید غیر سیاسي او مسلکي شي، ځکه په پوهنه کې اصلاحات او مسلکي کېدل تل د خلکو غوښتنه ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، پر تعلیمي نصاب دې زیات کار وشي، په ښوونځیو کې دې مقایسوي سیستم ایجاد شي،همداراز دې غوره ښوونځي او مدیران تشخیص شي.

جمهوررئیس غني وویل: له څو اوونیو راپدېخوا چې د پوهنې پر اصلاحاتو کار پیل شوی، شویو لارښوونو ته په کتو د پوهنې وزارت مسوولین اوس توانېدلي چې د دغه وزارت د تغییراتو راوستو او ټاکل شویو موخو په برخه کې کار وکړي او مهمه ده چې دا موخې لا واضح او د تطبیق لپاره یې د عمل سترې برنامې جوړې شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، له پوهنې څخه د ملاتړ په موخه باید د خلکو پر بسیجولو زیات کار وشي او موږ د پوهنې لپاره ملي حشر ته اړتیا لرو.#