جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو امنیتي پلان، عملیات او همغږي وستایله

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو امنیتي پلان،  عملیات او همغږي وستایله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د رهبرۍ غونډه په ارګ کې، جوړه  شوه.

په دغه غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمد الله محب هم حضور درلود، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د روانو عملیاتو، عملیاتي پلانونو او د وزارت د امنیتي برنامو په اړه جمهوررئیس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، په ژمي کې د عملیاتو زیاتول، د لویو لارو او د ناامنه ولسوالیو د امنیت تامین د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

اسدالله خالد وویل، د هیواد په شمال ختیځ، ختیځ، جنوب او شمال کې وروستيو عملیاتو مثبته پایله ورکړې او په ځانګړي ډول په ختیځ کې د داعش پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د یادې ډلې لسګونه کسان د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.

د امنیتي بنسټونو د رهبرۍ د معلوماتو تر اورېدو وروسته جمهوررئیس په ولایتونو کې پر روانو چاڼیزو عملیاتو خوښي وښوده او د امنیتي او دفاعي ځواکونوامنیتي پلان ، عملیات او د امنیتي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ زیاتوالی یې وستایه.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو موثریت ته په اشارې وویل، ستاسو عملیات د دې لامل شول چې د دښمن د عملیاتو څپې پر وخت دفع شي.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ ته په ختیځ کې د داعش ډلې پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریالیو عملیاتو مبارکي وویله او زیاته یې کړه،  د ولسوالیو د تصفیې او ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د قدر وړ دي. 

جمهوررئیس د امنیتي بنسټونو رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د ساتنې او د دښمن د بریدونو د دفع کولو لپاره په ژمي کې هم پخپلو عملیاتو او امنیتي پلانونو تمرکز زیات کړي.#