جمهوررئیس غني د ډاکټر تتسو ناکامورا جسد سره ملتیا وکړه

جمهوررئیس غني د ډاکټر تتسو ناکامورا جسد سره ملتیا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ډاکټر تتسو ناکامورا جسد چې تېره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې په یوه تروریستي برید کې سخت ټپي او وروسته په روغتون کې وفات شو، د حامد کرزي بین المللي هوايي ‌ډګر کې ملتیا وکړه.

جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو او د ننګرهار مشرانو یې ملتیا کوله، د ډاکټر ناکامورا جسد چې د هیواد په درې رنګه بیرغ پوښل شوی و، تر الوتکې پورې په خپلو اوږو ولېږداوه.

جمهوررئیس غني د ناکامورا مېرمنې، لور او په افغانستان کې د جاپان سفیر  ته د ډاډګېرنې او غمشریکي څرګندولو ترڅنګ چې په یادو مراسو کې یې حضور درلود وویل، نن واقعا د خواشینۍ ورځ ده، ډاکټر ناکامورا هغه ستر شخصیت  و چې خپل ټول ژوند یې د افغانانو د ښېګڼې، د محرومو اقشارو پیاوړي کولو او د دې وطن آبادولو ته وقف کړ.

هغه زیاته کړه، ډاکټر ناکامورا په پښتو ژبه بشپړ تسلط درلود او یوه معقوله یې لرله چې د کونړ سرکښه سیند لېونۍ اوبه چې چا خوندي کړې نه وې لیونۍ مینه او  اراده غواړي.

جهموررئیس څرګنده کړه، د ده له برکته سلګونه زره انسانان له وچکالۍ وروسته په پښو ودرېدل، سلګونه زره ونې شنې شوې او د کنړ سیند قهرجنې اوبه ارامې شوې او د نعمت وسیله وګرځېدې.

جمهوررئیس غني وویل، جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د افغانستان او جاپان اتل و او د ده د وفات په خاطر د دواړو هیوادونو ولسونو ته تسلیت وایم. د ده مینه له انسان سره وه او خپل ټول ژوند یې انسانانو او افغان ته وقف کړی و.

هغه څرګنده کړه، دده قاتلین به جهنم ته ځي او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دا خاینان پیدا کوي او د قانون منګولو ته به یې سپاري.

جمهوررئیس وویل، زه د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب د ډاکټر ناکامورا کورنۍ، د جاپان امپراطور، لومړي وزیر، خلکو او حکومت ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د نوموړي ټولې ناتکمیلې پروژې به بشپړې شي او هغه پروژې چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي د ډاکټر ناکامورا په نوم به ونومول شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د جاپان خلکو ته د خوښۍ او نېکمرغۍ هیله وکړه او وې ویل، هیله لرم د جاپان د نوي امپراطور دوره دې د ښېګڼې او هوسایۍ دوره وي. #