د ښارجوړولو او ځمکو وزارت انکشافي پروژې وارزول شوې

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت انکشافي پروژې وارزول شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت انکشافي پروژې وارزولې.

په دغه غونډه کې چې نن ماښام په ارګ جوړه شوه، په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار د انکشافي پروژو، تدارکاتي وضعیت او په ۱۳۹۸ کال کې د هغو د تطبیق د څرنګوالي، ننګونو او حل لارو په اړه راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د پروژو د تطبیق په طریقه دې بیا کتنه وشي او تر ډېره دې برنامه محوره او پر ظرفیت کار وشي.

جمهوررئیس د دغه وزارت د دندو پر اساسي بیا کتنې ټینګار وکړ او وې ویل، څو پروژې استملاک ته متنظرې دي او باید تر راتلونکو لسو ورځو د خپلو پروژو د موثریت په اړه راپور وړاندې کړئ.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د اقتصادې برخې لپاره ښاري پلان د درک وړ نه دی او په انکشافي چوکاټ کې د ښاري لید ایجاد ته اړتیا ده.

جمهوررئیس د ښارجوړولو او ځمکو وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، د ځمکو په اړه دې یو واضح راپور ترتیب او ژر وړاندې شي.#