د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د سولې لپاره د جمهوررئیس غني د پلان او هلو ځلو ملاتړ وکړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د سولې لپاره د جمهوررئیس غني د پلان او هلو ځلو ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر استانبول ښار کې په خپل استوګنځی کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې، امنیت او د اروپایي ټولنې د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني  د سولې برنامې او کوښښونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو  چې  پایله یې واقعي سوله او د جنګ پایته رسېدل وي. هغه زیاته کړه، له تېرو درسونو څخه باید ښه زده کړه وشي او له هغو اصولو څخه کار واخیستل شي چې د تلپاتې سولې د تامین او دجنګ د پایته رسېدو لپاره اساسي دي.

جمهوررئیس له اروپایي ټولنې وغوښتل چې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د دوی  د برنامې او د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې زموږ د اقتصادي برنامو ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه، زموږ اساسي موخه داده چې د سیمه ییز اتصال له لارې د افغاني توکو او محصولاتو د لېږد او راکړې ورکړې په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي.

جمهوررئیس غني د کانونو او نورو برخو کې شته فرصتونو ته په اشارې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د پانګونې غوښتنه وکړه.

 د اروپایي ټولنې استازي د سولې په برخه کې د جمهوررئیس غني برنامې او هلو ځلو څخه په مننې وویل،  اروپایي ټولنه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په موخه د سولې او اوربند ملاتړ کوي، ترڅو شته جنګ پایته ورسېږي.