جمهوررئیس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د سولې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې

جمهوررئیس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د سولې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ”د اسیا زړه – استانبول پروسه“ اتم کنفرانس په څنډه کې  نن ماسخوتن د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن الیس ویلز سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، سیمه ییز اتصال او همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي.

مېرمن الیس ویلز د سولې لپاره د جمهوررئیس غني د سولې د پلان او هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل، د امریکا متحده ایالات د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ دي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي. .

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله. هغه زیاته کړه، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.جمهوررئیس غني په ټینګار سره وویل، د حکومتولۍ د ښه والي په برخه کې د ولسوالیو په انکشاف او اړوندو مسایلو تمرکز زیاتېږي او د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره به اقتصادي برنامې په افغاني محصولاتو او صادراتو لا متمرکزې شي.