د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

جمهوررئیس اردوغان، جلالتمابانو، درنو وزیرانو، د پلاویو رئیسانو، اغلو او ښاغلو

زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس کې حضور لرم او یو ځل بیا د دغه بهیر په اړه خپلې ژمنې نوې کوو.

د دې پروسې پیلونکې  لسیزه، د هغې لسیزې په توګه چې نړېوالې بې باورۍ او مختلونکي تغییر پرې سیورې غوړولی، تعریفېږي. اوسنۍ لسیزه د تروریزم، د نشه یي توکو نامشروع سوداګرۍ، جرم او جنایت او وسله والو سیاسي مخالفینو سره چې ملي او فراملي ابعاد لري، مخ ده. په حقیقت کې یاد موارد په سیمه ییزه او نړیواله کچه زموږ جمعي امنیت ګواښي.

بل پلو دغو ګواښونو او ننګونو د مثبت بدلون لپاره فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

سره له دې چې څلوېښت کلنه جګړه لا هم دوام لري، خو د آسیا بنسټ (Asia Foundation) د وروستۍ سروې پر بنسټ د افغانانو روحیه د راتلونکي په اړه د دوی خوشبیني ښیي.

د دغو خوشبینیو د دوام کیلي زموږ د اصلاحاتو د ملي اجنډا په تطبیق کې د ګواښونو مهارول او د خطرونو مدیریت، فساد ضد مبارزه، سیمه ییز اتصال او بین المللي همکاري ده. دا په حقیقت کې هغه بهیر دی چې باید زموږ ګډو ګټو ته د لاسرسي په خاطر پرې په بېړنۍ توګه زیاتې هڅې وشي.

د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب، غواړم له تاسې څخه د دغه فرصت د ایجاد او اوسني بهیر د دوام په خاطر مننه وکړم.

د استانبول پروسې- اسیا زړه کنفرانس چې د جمهوررئیس اردوغان په نوښت ایجاد شو، د وخت په تېرېدو سره یې خپل ارزښت ثابت کړی دی. زه د ترکیې، قزاقستان، چین، پاکستان، هند او اذربایجان څخه د استانبول پروسې د مخکېنیو غونډو د کوربه توب او له تاجکستان څخه د راتلونکي کال د کوربه توب منلو په خاطر مننه کوم.

د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس د فوق العاده کوربه توب په خاطر د ترکیې د حکومت او خلکو منندوی یم.

له جمهوررئیس اردوغان څخه په مننې، ترکیې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په امنیتي سکتور کې د کلیدي رول لوبولو ترڅنګ د افغانستان په اقتصادي برخه کې هم همکاري کړې ده. د افغانستان او ترکیې دوستي ژوره، پراخه، دوامداره، بې حد او بې پولې ده.

د دغې پروسې د استحکام او ارزښت په خاطر د اذربایجان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، اوزبیکستان او عربي متحده اماراتو هیوادونو قدرداني کوم.

د «افغانستان؛ د اسیاڅلور لار» لیدلوري تحقق چې زموږ  ټولو ګټې په کې نغښتي دي، په پام وړ توګه ستاسې د هیوادونو انکشافي لومړیتوبونو، پانګونو، ظرفیتونو او تجربو څخه د استفادې  څرنګوالي پورې اړه لري.

په تېرو پنځو کلونو کې زموږ جمعي هڅو ښودلې چې ”سیمه ییزه اتصال“ د مطلوبیت، امکان سنجۍ او باورمنلو ازموینه ورکړې او دا بیانوي چې زموږ د ټولو ګټه پکې نغښتې ده.

د لاجورد دهلیز او چین ته د ورېښمو لار په ګډون د حیاتي ترانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو د پرانیستو په خاطر د آذربایجان، چین، قزاقستان، قرغیزیستان، روسیې، تاجکستان، هند، ترکیې او ترکمنستان هیوادونو مننه کوم. د دغو دهلېزونو په پرانیستو سره په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د صادارتو کچه یو میلیارد ډالرو ته ورسېده.

په واقعیت د چابهار بندر طرحې د بدلېدو په خاطر د هند او ایران دولتونو او د امریکا متحدو ایالتونو څخه چې چابهار بندر  یې په خپلو بندیزونو کې شامل نه کړ، مننه کوم.

د افغانستان تولیداتو نویو بازارونو ته لار وموندله، د افغانستان جلغوزي چین، زموږ تازه مېوه او سبزیجات هند او وچه مېوه مو کاناډا، فنلنډ، جرمني، بریتانیا او د نړۍ نورو هیوادونو ته صادر شوه.

له هندوستان څخه چې د انکشاف او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان بنیادي شریک دی، د هوايي دهلېزونو طرحې اجرا کې د مخکې والي، د دغه هیواد د سخاوتمندانه اقتصادي مرستو او له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د پراخې همکارۍ په خاطر مننه کوم.

دا یواځې یو څو بېلګې وې چې یوه بل سره مو ترسره کړې دي. همدارنګه هیله لرم د افغان کروندګرو، متشبثینو او تولیدونکي په استازیتوب له تاسې مننه وکړم، ځکه له یوه بل سره زموږ د هیوادونو وصلېدل د  عوایدو د زیاتوالي او معیشتي وضعیت د ښه والي لامل شوي دي.

هغه بریالیتوبونه چې موږ سږکال د انرژۍ د لېږد په برخه کې ترلاسه کړي د استانبول پروسې د لوړ ارزښت بل ثبوت دی. یا په بل عبارت موږ له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د انرژۍ د لېږد په تحقق کې یو ګام نږدې شوي یوو. د ټاپې ګازو پایپ لاین په هرات کې د افغانستان سرحد ته رسېدلی او په افغانستان کې به یې د جوړولو چارې په راتلونکي کال کې پیل شي. له ترکمنستان څخه د دغې پروژې پر تحقق د ټینګار په خاطر، ځانګړې مننه کوم. همدارنګه د افغانستان له لارې ترکمنستان څخه پاکستان ته د برېښنا لېږد مزی چې د خصوصي سکتور یوه مهمه پروژه ده ،د تطبیق کار یې د پاکستان په موافقه پیلېږي.

له سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو څخه چې د امنیتي سکتور د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې په بحث کې یې زموږ سره همکاري کړې، مننه کوم.

پاکستان ته مې په خپل وروستي سفر کې د اقتصادي همکاریو لیدلوری او د سیمه ییزو سترو اقتصادي برنامو او د ترانزیټي او سوداګریزو پروژو د ضمانت په خاطر، د افغان حکومت او خلکو هیله مندي بیان کړه.

د نړیوال سوداګریز سازمان د غړو په توګه د افغانستان او پاکستان ګډ هدف، د دغه سازمان د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ عمل دی چې ګټې یې د یاد سازمان غړو هیوادونو ته ثابتې شوي دي. هیله لرم په راتلونکي کې په دې برخه کې د مطلوبو همکاریو شاهدان واوسو.

همدارنګه غواړم د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسې، فنلنډ، جرمني، عراق، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، پولنډ، هسپانیې، سوېډن، بریتانیې او متحده ایالتونو ملتونو څخه چې له استانبول پروسې یې خپل ملاتړ اعلان کړ، مننه وکړم.

زموږ همکارو هیوادونو د سپټمبر د ۱۱ له پېښې راوروسته، کلونه خپلو مالي او ځاني دوامدار ملاتړ ته دوام ورکړ. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب، د دغو هیوادونو ښځو او نارینه و ته چې له  ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې یې په نظامي او ملکي برخه کې له موږ سره یو ځای خدمت کړی، درناوی کوم. سربېره پر دې له هغو څخه چې د ۲۰۱۵ کال راپدېخوا د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو چې نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي په روزنه، مشوره او مرسته بوخت دي ، هم مننه وکړم.   

د هغو نظامیانو له کورنیو څخه چې ستاسې د امنیت او زموږ د ازادۍ په خاطر یې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، د زړه له تله مننه کوم.

په ۲۰۰۲ کال کې د ټوکیو کنفرانس له جوړېدو څخه  په۲۰۱۸ کال د جینوا تر کنفرانس پورې ستاسې د دولتونو ملاتړ د افغانستان د خلکو پر ژوند پام وړ اغېز کړی دی. د خپلو وطنوالو په ځانګړي ډول د کوچنیانو، ځوانانو، ښځو او د هیواد د بې وزله قشر په استازیتوب ستاسې د ولسونو، پارلمانونو او دولتونو او په ځانګړي ډول ستاسې د مالیې ورکوونکو څخه، د دوی د پراخو مرستو په خاطر مننه کوم.

له افغانستان څخه د وروستۍ لیدنې، د سویلې اسیا لپاره د متحده ایالتونو د پالیسۍ جوړولو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر د ملاتړ په خاطر له جمهوررئیس ټرمپ څخه په ځانګړې مننې، متحده ایالات د افغان حکومت او خلکو بنیادي او د باور وړ همکار دی. د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د افغانستان او متحده ایالتونو ترمنځ همکارۍ، زموږ هیواد ته دا امکان راوباښه چې د ستونزو د حل، ګواښونو سره د مقابلې او فرصتونو د ایجاد او استفادې په برخو کې پر خپل ځان باور او تعهد ته دوام ورکړو.

سیمه ییز او بین المللي سازمانونه چې زموږ همکاران او ملاتړي دي: له تاسې څخه د قوانینو، پالیسیو او پروسو په اړه هوکړې ته د زمینې برابرولو او همدارنګه په زېربنا، بشري پانګونې، حکومتولۍ او د قانون حاکمیت غوره موډلونو وړاندې کولو له لارې د سیمه ییزو همکاریو اسانتیا برابرولو په خاطر، ستاسې د حیاتي رول مننه کوم.

د هغو موافقتنامو له برکته چې ستاسې په همکارۍ وضعیت ته په پام ایجاد شوې، موږ په خپل هېواد کې د حکومتولۍ فرهنګ د بدلون په حال کې یوو، د پیسو نړیوال صندوق سره زموږ د بریالۍ موافقتنامې بشپړول، د دې موضوع تائید دی. له اروپايي ټولنې څخه د دولت جوړولو قرارداد او نتیجه محورې تګلارې په خاطر چې موږ ته د ارزونې وړ شاخصونو پر بنسټ د اصلاحاتو د طرحې امکان راکوي، مننه کوم.

له تاسې دوست او همکارو هیوادونو څخه د خپلو مننو په پای کې غواړم، د افغانستان د انسان دوسته شخصیت او خواږه ملګري ډاکتر تتسو ناکامورا یادونه او قدرداني وکړم؛ هغه څوک چې په خواشینۍ سره یوه اوونۍ وړاندې تروریستانو وواژه.  

هغه له افغانستان سره خپله مینه ثابته کړه. ډاکټر ناکامورا د انسان دوستۍ  مثال  و او ثابته یې کړه چې د لیدلوري او تعهد لرونکی شخص کولای شي څه کارونه وکړي. هغه په یواځې ځان زموږ د سرشاره اوبو په مدیریت د هیواد دښتو ته تازه ګي او زرغونتیا ور وبښله او د کابو یو میلیون افغانانو ژوند یې بدل کړ. زه د نوموړي د رهبرۍ، انسان دوستۍ او له ځان تېرېدنې مهارت ته درناوی کوم. موږ په دې ستر غم کې د هغه له کورنۍ، د جاپان خلکو او حکومت او د ننګرهار ولسونو سره چې نوموړی یې خپل ګاڼه، شریک یوو.

د بین المللي ټولنې ګټې دوه کلیدي بُعدونه تشکیلوي، لومړی د ګواښونو مهار او دویم د فرصتونو ایجاد او پراختیا.

هغه ګواښونه چې موږ ورسره مخ یوو، له پولې هاخوا تروریزم، تر پولې هاخوا جنایتکار سازمانونه په ځانګړي ډول د نشه یي توکو په برخه کې؛ د بنیادګرایۍ ډولونه چې د تاوتریخوالي ترویجونکي او د هیوادونو ثبات ته زیان رسوي، سیمه ییزه همکاري او نړیوال نظم او بې باوري چې د تضادو ذهنیتونو او تعبیرونو څخه رامنځته کېږي، لنډ فکري او په مجموع کې د ملي ګټو صفر برداشتونه، په ځانګړي ډول په پټه او ښکاره د جرمي او تروریستي سازمانونو سره له نرمۍ کولو عبارت دي.

ذکر شوي ګواښونه خطرناک دي، ځکه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو شبکو کې ظاهرېږي. مجازي شبکې د دغو ګواښونو بله برخه ده چې تغییر منونکي دي او کولای شي مرګونې اغېزې ولري.

دغو مخربو شبکو خپل پام پر افغانستان متمرکز کړی، ځکه په حقیقت کې زموږ هیواد د اسیا په زړه کې واقع دی. تروریستي شبکو افغانستان د خپلو ګمراه کوونکو فرضیو او خپلسرو افکارو د تطبیق د ځای په توګه په پام کې نیولی دی. یا په بل عبارت دغه ډلې په دې باور دي چې افغانستان له جغرافیوي اړخه د نورو هیوادونو د ګواښلو لپاره تر ټولو غوره موقعیت لري.

سربېره پر دې موږ د دې شاهدان یوو چې د تروریستي شبکو او جرمي سازمانونو تر منځ بنیادي/اورګانیک اړیکې ایجاد شوي دي. کولای شو په دې برخه کې د نشه یي توکو د نامشرع سوداګرۍ یادونه وکړو چې د کوکنارو له قاچاق څخه پیل شوه او په خواشینۍ سره اوس د Methamphetamine (شیشه) په نامه مادې استول هم پکې شاملېږي. د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په فراه ولایت کې د نظامي عملیاتو پر مهال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو فابریکې نابود کړې. باید ووایم، یادې شبکې زموږ راتلونکی ځوان نسل ګواښي. 

دغه مسئله مې په بېلابېلو غونډو کې تاسې ته یاده کړې ده او نن یو ځل بیا ټینګار کوم چې یاده موضوع لا هم په خپل قوت سره پاتې ده او ډېر استعجالیت لري. دا اوږدمهاله ګواښونه دي چې زموږ منسجم ځواب ته اړتیا لري او دا کار زموږ د جمعي احساس مسوولیت دی.

موږ ټول باید د خلاقو او منسجمو حل لارو په خاطر ګډ کار وکړو او له دغه ګډ ګواښ سره د مبارزې په خاطر سیمه ییز اتصال او د بین المللي همکارۍ له وسایلو استفاده وکړو.

هغه اقدامات چې افغان حکومت په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي قواو تروریزم ضد مبارزې په برخه کې ترسره کړي، له تاسې سره شریک کړم. همدارنګه تاسې رابولم چې تاوتریخوالي ته د پای په خاطر د سولې پروسې له لارې پر یوه جمعي روایت تمرکز وکړو.

لومړی، اجازه راکړئ په سیمه ییز اتصال او بین المللي همکاریو کې نغښتو فرصتونو ته اشاره وکړم چې کولای شي له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د حللارو په توګه استفاده شي.

په نوولسمه او شلمه پېړۍ کې، له منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا او له لویدیځې اسیا سره د ختیځې اسیا د اتصال په موخه په زېربنایي هڅو کې افغانستان یوه ورکه شوې برخه ګڼل کېده. اوسمهال افغانستان په اقتصادي براعظم د اوراشیا د تحول بهیر سره د نښلېدو په حال کې دی؛ دغه اتصال د برېښنا لېږد مزو، د ګازو او تېلو نللیکو، ریل پټلۍ، لویو لارو او د نوري فایبر شبکو له لارې تحقق مومي، چې د سیمې ټولو هېوادونو ته به یې ګټه ورسېږي.

د ټاپي او نورو سیمه ییزو پروژو په اړه مې خبرې وکړې، چې د جوړېدو په حال کې دي، خو لا هم زیات کارونه شته چې کولای شو په یو ځایي ‌ډول یې ترسره کړو.  

 افغانستان د هغه هیواد په توګه چې اوبو ته لاسرسی لري کولای شي د چاپېریال ساتنې او له نوې کېدونکې انرژۍ څخه د استفادې په برخه کې یوه ګډه سیمه ییزه تګلاره جوړه کړي. په افغانستان کې د اوبو له سرچینو څخه د انرژۍ تولید ظرفیت ۲۳۰۰۰ مېګاواټه، له لمریزې انرژۍ څخه ۲۲۰۰۰۰ او له باد څخه ۸۰۰۰۰ مېګاواټه دی. د ماډرنو سیستمونو کارونه، له دغو ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره د مشخصو موقعیتونو د تثبیت لپاره زمینه برابروي چې زموږ او د سیمې هیوادونو د تحول لامل به وګرځي.

افغانستان په نړۍ کې د معدني  زېرمو یو له غني هیوادونو څخه دی. روسي ځمکپوه، په ۷۰ او ۸۰ میلادي لسیزو کې ـ ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ـ افغانستان «د مندلیف جدول» ونوماوه.

په تېرو پنځو کلونو کې، موږ له حکومتولۍ او حقوقي اړخه د خلکو د هوساینې په موخه د هیواد د طبیعي پانګې د انکشاف لپاره لازمې زېربناوې جوړې کړې دي. د افغانستان د فساد ضد مبارزې ستراتېژي چې په کې د بنسټونو اصلاح او د قانون تنفیذ شامل دي، پام وړ پایلې لري. افغانستان د نړیوال بانک په کټه ګورۍ کې، د کسب او کار شاخصونو کې د اصلاحاتو له امله د هیوادونو د لېست په سر کې ځای لري.

بله پوښتنه دا ده چې څه ډول کولای شو له ګواښونو سره د مقابلې او د پراختیا فرصتونو څخه په استفادې له یو بل سره همکاري وکړو؟

لومړی، د هغو درسونو په شریکولو سره چې د ملت/ دولت جوړونې بهیر او سیمه ییزو همکاریو څخه مو زده کړي دي. موږ ټول د جګړې پر خطرونو او د تاریخ په بېلابېلو برخو کې په پاشل کېدو غالب شوي یوو، سیمه ییزې همکارۍ مو پراخې کړي او پر زېربناوو او بشري پانګې مو پانګونه کړې ده، خو داسې هیڅ مرجع نشته چې وکولای شو په زده کړو درسونو بیا مرور وکړو. د اسیا زړه ـ استانبول پروسې غونډه کولای شي د دغه ډول زده کړو درسونو لپاره یو مرکز جوړ کړي.

د سپټمبر یوولسمې پېښه د باثباته، ولسواک او هوسا افغانستان د اړتیا پر اساس د یوې بېسارې اجماع د راڅرګندېدو لامل شوه. نن، زموږ ګډې ګټې ایجابوي چې دغه اجماع نوې شي. افغانان غواړي هیواد ته یې د سیمه ییزو او بین المللي همکاریو د محور په سترګه وکتل شي، نه د لنډمهاله ګټو د تقابل او د ورانکاره نیابتي جګړو ډګر په توګه.

دریم، له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې زموږ د همکاریو کچه باید پراخه شي. اجازه راکړئ یوه بېلګه له تاسو سره شریکه کړم. یو کال وړاندې، داعش د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې یو لوی او عمده ګواښ ګڼل کېده. د دې ډلې موخه د تورې بوړې په څمڅو تصرف و. هغه ظلم او وحشت چې دې ډلې وکړ د ویلو نه دی. هغوی ماشومانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو ته انفجار ورکړ؛ کلي، جوماتونه او ښوونځي یې وران کړل او خلک یې دومره وځورول چې ویل کېدای نشي. دوامداره هوایي بریدونو وکولای شول تر یوې کچې هغوی مهار کړي، خو په اساسي ډول یې معادله بدله نشوای کړای. موږ د ولسي پاڅونونو، دقیق استخباراتي تحلیل، د ځانګړو او کومانډو ځواکونو ځای پر ځای کولو او هوایي ملاتړ یوه تکلاره پیل کړه. زموږ موخه څرګنده وه؛ د داعش له ګواښ څخه د ټولو لسو ولسوالیو پاکول او پر هغو د تصرف مخنیوی، موږ خپل هدف ته ورسېدو.   

یوه میاشت وړاندې مې ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. په مجموعي ډول د ټولو تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۱۴۴۲ دی چې له هغې ډلې ۴۰۲ تنه یې نارینه، ۳۸۱ تنه یې ښځې او متاسفانه ۶۶۰ یې ماشومان دي. د ۴۰۱ تسلیم شویو نارینه داعشیانو له ډلې؛ ۱۹۶ تنه یې پاکستانیان، ۳ یې اُردنیان، ۴ تُرک او یو ایرانی دی. د تسلیم شویو ۳۸۱ ښځو له ډلې ۳۱۳  تنه یې د نورو هیوادونو، ۱۰ هندۍ، ۶ اوزبیکستانۍ، یوه تُرکه، ۳ اُردنۍ، ۳ تاجکستانۍ او ۲ قرغیزستانۍ دي.

د ۲۰۱۹ په سپټمبر میاشت کې، په هلمند کې د عملیاتو په پایله کې د هند په شبه قاره کې د القاعده ډلې رهبر او قوماندان عاصم عمر ووژل شو. د القاعده ډلې نیول شوي او وژل شوي جنګیالي بهرني اتباع او ډېری یې پاکستانیان دي.

دغه دوه بېلګې دا تائیدوي چې موږ ټول له ګډ ګواښ سره مخ یوو. موږ باید د سیمه ییزو همکاریو چوکاټونه جوړ کړو، ترڅو د استخباراتي معلوماتو شریکول، له مجرمینو څېړنې او د هغوی محاکمه، د جنګیالیو د تبادلې لپاره د هوکړه لیکونو ترتیب، زموږ د ټولنو د را ژوندي کولو پر وړاندې زموږ د مسوولیتونو تعریف او په هغو هیوادونو کې د بنسټپالنې د ریښو وچول چې تروریستان په کې وده کوي، ټولو ته زمینه برابره کړي.

تر هغه ځایه چې زموږ دنده ده، د افغانستان حکومت په دې بهیر کې بشپړ شفافیت او د معلوماتو شریکولو ته ژمن دی. هیله لرم موږ په دې برخه کې عمده پرمختګونو ته لاسرسی ومومو.

څلورم، په ګډو هڅو سربېره، د سیمې او نړۍ هیوادونو له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر پرمختګ نه دی کړی. له دوو اړخونو کولای شو دغه ستونزه وارزو. لومړی، د نشه یي توکو کارتلونه او جرمي سازمانونه چې له دې ورانکارې سوداګرۍ ګټه ترلاسه کوي غښتلي شوي دي او د خپلو نامشروع ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ضعف ټکو او اسیب پذیرۍ د نړیوال کېدو لپاره، ناسمه استفاده کوي. دویم، موږ په یوه داسې چوکاټ هوکړې ته نه یوو رسېدلي چې په واضح ډول د نشه یي توکو د تولید، پروسس، ترانزیټ، قاچاق او د مصرف زنځیر جزئیات بیان کړي. 

د نشه یي توکو د خبیث زنځیر ترمنځ چې کومه اړیکه شته له هیوادونو، مدني ټولنو بنسټونو، سوداګریزو ټولنو او سیمه ییزو او بین المللي سازمانونو سره په نږدې همکارۍ باید تجزیه او تحلیل شي. له بل لوري، د فرامرزي تروریستي سازمانونو او د نشه یي توکو د تولیدونکو او پروسس کوونکو او طالبانو ترمنځ اورګانیک اړیکو، له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زموږ هڅې پېچلې او ستونزمنې کړې دي. پوښتنه دا ده چې د دغو ډلو ترمنځ اورګانیک اړیکې په کومه کچه دي او هغوی د دې وړتیا لري چې له یو بل سره اړیکې قطع کړي؟  

معلومات ښیي چې د نشه یي توکو تولیدونکي له دې زنځیر څخه ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي؛ په همدې اساس زموږ د کرنیزو سیستمونو ماډرن کول، ستاسو بازارونو ته لاسرسي او اړتیاوو ته په پام کولای شي د نشه یي توکو تولیدونکي د دې نامشروع او ملا ماتونکې سوداګرۍ شر څخه خلاص کړي.

ښایي په سیمه کې بل ځای ته د نشه یي توکو د تولید ځای لېږد موږ بریالیتوب وګڼو، خو موږ باید له پخوانیو زده کړو درسونو څخه د قانون د حاکمیت، د (ښاري) نظم برقرارۍ او د کرنې تحول د ملاتړ په برخو کې عمل وکړو.

ایران او روسیه د نشه یي توکو مصرف له ناوړه اغېزو ځورېږي. خو باید ووایو، له هیروئین څخه شیشې (د متامفتامین ماده) ته د تولید د څرخ بدلون، د اسټرالیا او شمالي امریکا په ګډون د دې غونډې ټول ګډون کوونکي هیوادونه هم له ګواښ سره مخ کړي. په همدې اساس، له یو بل سره په همکارۍ باید نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د یوې جامع او منسجمې ستراتیژۍ پر طرحې او تطبیق کار وکړو.  

پنځم، کله چې د هیواد څلوېښت سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، د دې نامشروع (خو ډېرې ګټه لرونکې) سوداګرۍ پر لور تلل اندېښنې راپورته کوي او ورسره مقاومت سخت دی. ستاسو د هیوادونو د اقتصادي تحول په برخه کې ستاسو ارزښتناکه تجربې له بېوزلۍ څخه د میلیونونه کسانو د ژغورلو په برخه کې د ترانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې رول تر هر څه زیات غښتلی کوي. هغه وسایل چې دغه کار ممکن کوي، هماغه د هارډویر په توګه زېربنا او د سافټ ویر په توګه سیستمونه، قوانین او پروسې دي. کله چې تاسو په یوه داسې هیواد کې ژوند کوئ چې د درې میلیاردي کسانو مارکېټ ترمنځ موقعیت لري، د انکشاف او پراختیا کیلي د عرضې او ارزښت زنځیرونو جوړولو، پراخولو او تداوم کې نغښتې ده.

موږ د منځنۍ اسیا هیوادونو له اقداماتو څخه مننه کوو چې موږ ته یې ډاډ راکړ چې (په افغانستان او سیمه کې) دغه ډول ظرفیت شته دی. زموږ غوښتنه دا ده چې د خپلو همکاریو او پانګونې کچه باید زیاته کړو. د یادونې ده چې د مدیریت منظم سیستم او د خطرونو ارزونه، د خطرونو د تضمین میکانېزمونه او بیمه د هغو وسیلو له ډلې دي چې کموالی یې احساسېږي. 

سیمه ییز او بین المللي سازمانونه کولای شي د دغه ډول وسیلو د برابرولو په برخه کې عمده رول ولوبوي، په همدې اساس د سیمه ییز اتصال لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو کې لویې پانګونې کېدای شي.

شپږم، سره له دې چې موږ په اتیایمه میلادي لسیزه کې د تخنیکي او متخصصو مدیرانو نسل له لاسه ورکړ، په نوییمه لسیزه کې مو هم د دې کموالي د جبران فرصت نه درلود. باوجود د دې چې په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه لرو، نجونو، هلکانو او ځوانانو ته د باکیفیته لوړو زده کړو برابرول زموږ په عمده لومړیتونو کې ځای لري.

ارتباطي ټکنالوژي له لرې ځایه زده کړو څخه په استفادې د تعلیمي برخې د متحول کولو زمینه برابره کړې، هغه څه چې شل کاله وړاندې یې موږ تصور هم نشوای کولای. موږ له تاسو غوښتنه کوو چې خپلو روزنیزو او ټکنالوژیکي بنسټونو ته زموږ د هیواد د لاسرسي زمینه برابره کړئ، ترڅو موږ وکولای شو بشري پانګه ایجاد کړو. دا کار نه یوازې له موږ سره مرسته کوي چې خپلې طبیعي او جغرافیایي پانګې مدیریت کړو، بلکې د زغم، برابرۍ او منځلارۍ فرهنګ د رامنځته کېدو لامل کېږي، چې زموږ د اسلامي تمدن د زرین عصر ځانګړنه ده.

د ۲۰۱۵ کال دجنوري په لومړۍ نېټه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپل هیواد مسوولیت پر غاړه واخیست؛ هغه دنده چې وړاندې د ناټو په چوکاټ کې او تر هغه بهر ۱۴۰۰۰۰ سرتېرو چې ډېری یې امریکایان وو، ترسره کوله. هماغسې چې تاسو پوهېږئ، غوڅ ملاتړ ماموریت چې تر ایساف وروسته رامنځته شوی، زموږ د ځواکونو د مرستې، مشورې ورکولو او روزنې مسوولیت پر غاړه لري.

که د اهدافو له نظره قضاوت وکړو، زموږ د ځواکونو ظرفیت لوړ شوی او دا بېخي ښکاره ده. په تېرو اتو میاشتو کې، زموږ رضاکاره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول هیواد کې له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت وضعیت بدل کړی دی او نه یوازې یې طالبان ځپلي، بلکې له هغوی یې اته ولسوالۍ هم نیولي چې تېره یوه لسیزه پرې طالبانو کنټرول درلود.

څلور هغه عمده عوامل چې د دې تحول لامل شوي عبارت دي له:

لومړی، موږ د کومانډو او ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواک کمیت درې برابره کړی دی. په پایله کې، سږ کال افغان ځواکونو ۹۶ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کړي دي. په هیواد کې هیڅ یوه داسې نقطه نشته چې دولت هلته خپل ځواک نندارې ته نه وي وړاندې کړی یا ونشي کولی د طالبانو د هغو کلیدي اهدافو د تحقق مخنیوی وکړي چې د ښارونو په مرکزونو د کنټرول له لارې یې غوښتل مرکزي حکومت سقوط کړي او افغانستان په دوو سیاسي جغرافیو ووېشي. په راتلونکو دریو میاشتو کې به موږ د هیواد په ټولو سیمو د تصرف لپاره خپل عملیات زیات کړو. 

دویم، موږ د افسرانو ذاتي قانون تعدیل کړ او د بریدجنرال د تقاعد عمر مو ۵۸ او د جنرالانو ۶۲ کلنۍ ته راکم کړ؛ او د شاوخوا دوه زره افسرانو تقاعد مو د هغوی له امتیازي/ تقاعدي بستو سره بشپړ کړ. د امنیتي سکتور په مدیریت او رهبرۍ کې نسلي بدلون، د سوق له مرکزونو او ادارو تر ټیټو سطحو پورې په ټولو کچو کې پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي. 

دریم، د امنیتي برخو په رهبرۍ کې بېسارې همغږي او انسجام رامنځته شوی دی، چې په هغه کې ملي امنیت سلاکار کلیدي رول لوبولی دی. موږ په دوامداره ډول د پروسو او سیستمونو په جوړولو کار کوو چې له یوه لوري په لګښتونو کې د سپما او له بل لوري د مؤثریت، اغېز او روڼتیا د تامین لامل کېږي. 

یوازې سږ کال د کورنیو چارو وزارت په لګښتونو کې ۵۰ میلیارده افغانۍ سپما شوې ده. موږ باور لرو چې د هر کال په تېرېدو سره کولای شو د امنیتي برخې په لګښتونو کې د حکومت ونډه زیاته کړو. په همدې موخه، یو شمېر برخې پخپله ملي بودجه کې شاملوو.

زموږ اصلي موخه په هیواد کې د څلوېښت کلن تاوتریخوالي پای ته رسول دي، خو موږ غواړو باوري شو چې نه یوازې په هیواد کې جګړه پای ته ورسېږي، بلکې د هغه د تکرار مخنیوي لپاره تضمین هم وجود ولري. د پایداره سولې له لارې یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل ضروري  دی، خو د ترورېزم له خطرونو، جرم، جنایت او نشه یي توکو سره د مقابلې په میکانېزمونو هم باید هوکړې ته ورسېږو.

همداراز موږ بشپړ باور لرو چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د رهبرۍ او سازماندهۍ مهارتونو، غوره تجهیزاتو، هیوادپالنې روحیې او ژمنتیا په لرلو سره کولای شي موږ د دې وړ وګرځوي چې خپلې لاسته راوړنې وساتو. حاضردمه زموږ نظامي سکتور بشپړ خوندي دی او د هغو بنسټونو له ډلې دی چې د هیواد په کچه ورته تر ټولو ډېر احترام کېږي.

افغان ځواکونو د ۱۳۹۷ کال د پارلماني ټاکنو او د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست ټاکنو امنیت په تامین سره دغه دوه پروسې ممکن کړې او ټول پر دې موضوع توافق لري. د دغو ځواکونو مسلکي مهارتونه، بې طرفي او قرباني د دې لامل شوې چې خلک ورته «د اساسي قانون او شهروندۍ حقونو ساتونکو» نوم ورکړي.   

ټاکنې د هیواد اساسي قانون ته د وفادارۍ د ثبیت لپاره زموږکلیدي ازموینه وه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د بین المللي څارونکو او د ملګرو ملتونو سازمان او د ازادو رسنیو او مدني ټولنو استازو په حضور کې، د تلې شپږمې نېټې جمهوري ریاست ټاکنو د دقیقې ارزونې بهیر پر وړاندې زموږ ستراتیژیکه حوصله، د هیواد اساسي قانون ته زموږ  درناوی ښیي.  هیله لرو چې  د پروسې شفافیت د هغه  د اعتبار پر تضمین سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له قوانینو او مقرراتو څخه د ټاکنیزو ټیمونو د غړو پیروي هم له ځان سره ولري.

د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د اساسي قانون روحیه زموږ د ژوند په ټولو ابعادو کې نفوذ کړی، مونږ د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د اقتصاد، سیاست او ټولنې لپاره د یو حقوقي اساس جوړولو په موخه شاوخوا ۴۰۰ قوانین او مقررې تایید او خپرې  کړي. د عدلي او قضایي بنسټونو خپلواکي زمونږ د پالیسیو بنسټ ډبره ده او اوسمهال ستره محکمه او د لوی څارنوالۍ اداره د خپلو مسلکي کړنو او خدمتونو په خاطر د  فساد په وړاندې مبارزه کې له لوړ اعبتار څخه برخمن دي

په تېرو پنځو کلونو کې د داخلي عوایدو ۹۰ سلنه زیاتوالی ځان بسیاینې ته زموږ د هڅو ګواهي ورکوي. د اوسنۍ بودجې د لګښتونو له ارزونې سره او د بنسټونو د کړنومطابق د بودجې د تخصیص پر سیستم تمرکز سره، د راتلونکي کال په بودجه کې ډېر اصلاحات په پام کې نیول شوي. دغه راز، موږ د کرنې ، کانونو، ښاري پراختیا ، خدماتو او سیمه ایز اتصال پر سکتورونو تمرکز سره د هیواد د اقتصاد د متحول کولو په لټه کې یوو.

تر ټولو برجسته ځانګړنه چې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې رامنځته شوې د افغانستان د نوي نسل، مشرانو او ښاریانو د چلند او لومړیتوبونو بدلېدل دي.

پر شهروندي او د اسلامي جمهوریت مرکزیت اجماع زموږ د افغاني هویت او سیاسي سیستم د مبنا او محوري  اصولو په توګه راڅرګند شوي دي.  د دغه نسلي بدلون عوامل لومړی د رهبری په لېږد او د ځونانانو او مېرمنو په مدیریت او دویم په هیواد کې د سولې اړتیاو په اړه د ملي بحث جوړول دي.

د رهبری په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو او ښځو حضور، زمونږ په ټولنه کې نه بدلېدونکی بدلون دی، له همدې امله دې موضوع ته په کتلو کې باید بدلون راشي او باور پرې وکړو.

غواړم په ټول هیواد کې د افغان ښځو، ځوانانو او علماو قدرداني وکړم چې په تېرو دوو کلونو کې د تر ټولو مهم ـــ د سولې ملي بحث مشعل داران وو.

دوه کاله وړاندې مې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې خبرو وړاندیز کړی. دغه پرېکړه له کلونو مشورو او تیاري  او د افغانستان د علماو له خوا د استعجالیت له اعلان وروسته شوې، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د هیواد ۲۹۰۶ تنه علماوو د قراني دستوراتو تفسیر سره فتوا صادر کړه او پر الهي فرمان  چې د تاوتریخوالي د پایته رسولو او د سولې تامین لپاره هڅې وې، د عمل غوښتنه کړې.

له هغه وروسته، سوله له یو مبهم مفهوم څخه پر ممکن هدف بدله شوه. البته مونږ د یو ملت په توګه د دغې سولې حدود، مبادلات او اړخونه تعریفوو. په ۱۳۹۷ کال د کوچني اختر پر مهال بریالی اوربند هغه لومړی ګام و چې د اعتماد جوړولو او خلکو ته د دې د ښودلو لپاره چې د تاوتریخوالي پای شونی دی، واخیستل شو.

له کله نه مې چې د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د سولې لار نقشه اعلان کړه، د افغانستان د خلکو بحث او خبرې په فعاله توګه دوام لري، ترڅو حکومت د سولې بهیر له نورو ګامونو خبر کړي.

د ۲۰۱۹  کال په فبروري میاشت کې ، د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ، له ۳۴ ولایتونو څخه تر لېدنې او شپږو میاشتو نه ستړې کېدونکو هڅو وروسته  د افغانستان مېرمنو د  ښځو د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړه.

په ټولنه کې د جنسیتي تبعیض اعمال په برخه کې د طالبانو مخکېنیو کړنو ته په کتو، مېرمنو د سولې موضوع په جدیت سره تعقیب کړه او د ولسي پروګرامونو رهبري مسوولیت یې پر غاړه واخیست ترڅو د هیواد په وړاندې د خپل د شهروندی مسوولیت ادا کړي.

په اپریل میاشت کې له ټول هیواد څخه ۳۰۰۰ ښځو او نارینه وو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې چې د حکومت له خوا جوړه شوې وه  ګډون وکړ. ۳۰سلنه ګډونوالې ښځې وې چې ۴۰ سلنه یې د کمېټو او د دارالانشا د رئیسانو، دغه راز یوه ښځینه ویانده اوپه پلان جوړونې کمېټو کې ۱۲ مرستیالانو په توګه وټاکل شوې. 

د جرګې ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کوي، خو د مشخصو حدودو په وضع کولو سره.  اساسي قانون ته درناوی، د ښځو د حقونو او بشري حقونو لاسته راوړنو نه قرباني کېدل له هغو حدودو څخه و چې جرګې مشخص کړل. له دغو اصولو او حدودو څخه د خلکو ملاتړ د اسیا بنسټ په وروستۍ سروې کې هم انعکاس کړی چې  د سروې ۶۵ سلنه ځواب ویونکو د افغانستان اساسي قانون په چوکاټ کې د ولسواکۍ ملاتړ کړی و. دغه راز د ۵۵ سلنه ځواب ویونکو لومړیتوب د سولې داسې توافق ته رسېدل دي چې د اوسني اساسي قانون ساتنه وکړي او د یو ولسواک مرکزي دولت موجودیت یې بیان کړی دی.

د دې پریکړه لیک د وړاندیزونو او موادو د تحقق په موخه مونږ د سولې نورو موافقتنامو څخه د زده کړو ترلاسه کولو، د ملي او اسلامي دودونو په اړه تأمل او تفکر او له نورو هغو هېوادونو سره چې له جګړې سولې ته رسېدلي د هېواد د توپیرونو او شباهتونو درک ته مُلزم وو

د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان حکومت د سولې اوه ماده ییز پلان چې پکې د خلکو وړاندیزونه، د سولې تامین ته د همکاری په موخه د نړیوالې ټولنې چمتووالی او له تېر ووختونو د سولې له بهیرونو څخه حیاتي اخیستل شوي زده کړې شاملې وې، اعلان کړ.

له نړیوالو تجربو څخه (سولې په برخه کې) اخیستل شوي درسونه ښیي د خبرو مېز  ته له حاضرېدو دمخه اړین چمتووالی، د خبرو اترو مېز څخه بهر لکه په ملي برخه کې چمتووالی، له نړیوال او سیمه یزې همکارۍ او انسجام څخه ډاډ ترلاسه شي. له دې مه واره مذاکرات اوږدېږي او یا ښایي بې پایلې وي. په همدې موخه مونږ باید د یو او بل په همکارۍ د رسمي مذاکراتو برابرولو په موخه پر لازم چمتووالي ډاډ ترلاسه کړو.

د هېواد د تاریخ په دغه پړاو کې، د افغانستان ولس اصلي موخه د تاوتریخوالي د پایته رسولو د اجنډا تعقیب او د نه تکرار څخه ډاډ ترلاسه کول دي. غواړم ځیني وړاندیزونه د غور او ارزونې په موخه اوسني کنفرانس ته وړاندې کړم.

لومړی، د همکاریو او میکانیزمونو جزئیاتو په خاطر د ملي او فرا ملي عناصرو په تفکیک سره د جګړې پر عواملو اجماع د ارزښت وړ ده.

دویمه موضوع، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې بهیر څخه د سیمه ییز او بین المللي ملاتړ لپاره پر یوه منسجم بهیر هوکړه ده. د سولې په بهیر کې د شاملو اړخونو په توګه غړو او ملاتړو هیوادونو او بین المللي سازمانونو ته په پام، په دې برخه کې زده شوي درسونه  د راتلونکو ګامونو د تقویت لپاره باید د افغانستان حکومت سره په همغږۍ شریک شي.

دریم، مونږ باید د افغانستان حکومت، خلکو، بین المللي او سیمه ییزې ټولنې ترمنځ د بحثونو مجموعه طرح او تطبیق کړو. د هغو موضوعاتو په  اړه د بحثونو تنظیم چې د اختلاف سبب شوي او پر هغه مکان توافق چې پکې د بحث وړ موضوعاتو څخه متقابل درک د جوړولو لپاره پر زده شویو درسونو بحث وشي او متقابل درک رامنتځه کړي.

له تاسې زمونږ غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي د ختمېدو او د نه تکرار د تضمین لپاره یې دولتي او غیر دولتي ملاتړو سره  پر میکانیزم د تمرکز له لارې ــ د هغو هېوادونو په ګډون چې طالبانوته پټنځایونه برابروي، تروریستي او جرملي فرا ملي تروریستي شبکو او سازمانونو سره د دې ډلې د اړیکو د پرېکېدو په برخه کې له مونږ سره همکاري وکړئ. د جګړې د اصلي غاړې په توګه د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې ، د سیاسي لارې حل ته د رسېدو لپاره ارزښتناک او کلیدي دي. پر هراړخیز او با اعتبار اوربند موافقه کولی شي د طالبانو  سیاسي اراده، سازماني ظرفیت او د سوق پیاوړتیا او اداره وازمایي او اندازه کړي.

څلورم، د تاوتریخوالي د ختمېدو اصلي عامل او د هغه د نه تکرار تضمین د تائید په یو سیستم system of verification) ) کې نغښتی دی. له همدې امله د دغه ډول سیستم د طرحې په خاطر له تاسې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوو. بله موضوع چې همدومره ارزښت لري، مونږ باید د فراملي تروریستي شبکو، هغه جرمي سازمانونو ګواښونو سره چې د دولتي او غیر دولتي لوبغاړو لخوا یې ملاتړ کېږي د مقابلې لپاره پریوې  منظمې کړنلارې ګډ کار وکړو.

پنځم ، له ایران او پاکستان څخه د څلور میلیونه افغان کډوالو راستنېدل  چې زه د دوی د کوربه توب مننه کوم – به د تاوتریخوالي د ختمېدو لامل شي، په هیواد کې د سولې له  تحکیم څخه ملاتړ حیاتي موضوع ده.  موږ په جنیوا کنفرانس کې د اروپايي ټولنې د هغې پنځه ماده ییز ملاتړ کوونکې اجنډا مننه کوو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د دغې ټولنې پر فعالې ونډې حساب کوو.

د دغو ضروري تیاریو د یوې برخې په توګه، حکومت به د یوې جرګې په جوړولو، د لومړیتوبنو پر ټاکلواو له  طالبانو سره د تاوتریخوالي د ختمېدو میکانیزم پر توافق بحث وکړي.

پر یادې اجنډا ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه، ستاسو د هیوادونو استازو – ځانګړي استازي یا د ملي امنیت سلاکارانو او همدا راز د سیمه اییزو او بین المللي سازمانونو استازو ته بلنه ورکوو چې د متحدینو مشورتي ډلې د تشکیل په موخه ( افغانستان ته) راشي. مونږ دغې ډلې ته بلنه ورکوو چې په کابل کې د درسونو او د تېرو مجموعي هڅو کنفرانس کې ګډون وکړي چې پر راتلونکو اقداماتو سره توافق ته ورسېږو.

د متحدینو مشورتي ډلې د یوې برخې په توګه ، له تاسې غواړو چې د بین الافغانی ډیالوګ کوربه توب په تنظیم سره د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د پروسې جریان خوندي شي او د منازعې لوریو ترمنځ د اړیکو لار پرانیستې پاتې شي له مونږ سره همکاري وکړئ. د رسمي مذاکراتو پرته، بین الافغاني خبرې پیش شرط ته اړتیا نه لري.

مونږ په دغه بهیر کې د مرستې او ونډې اخیستو لپاره  ستاسو له چمتووالي خبر یوو. باید ووایم، تاسې ټول په دغه بهیر کې ښکېل اړخونه یاست او ستاسو د ملاتړ مننه کوم. له بلې خوا، مونږ باور لرو،  دغه ډول ملاتړ هغه مهال موثر کېدای شي چې مونږ سره یو شو، منسجم شو او خپلې موخې تعریف کړو. زه غواړم له اوزبیکستان ، چین ، روسیې او سعودي عربستان څخه په تېر  کې د ګټور ډیالوګ د جوړیدو قدرداني وکړم.

دغه ټول هغه ګامونه دي چې موږ یې په دغه بهیر کې  د تلپاتې او با عزته سولې د ترلاسه کولو لپاره اخلو. مونږ هیله مند یوو او زمونږ هدف دا دی چې دغه ګامونه له طالبانو سره د اوربند او نېغو رسمي مذاکراتو لامل شي.

اغلو او ښاغلو!

خپلې خبرې په یوې بلنې پایته رسوم. هغه بلنه سوله ییزه راتلونکې چې زمونږ ګډې ګټې په کې تصمین شي لکه څنګه چې له هغو خطرونو سره چې مونږ ګواښي ګډه مقابله کېږي. مونږ منتظر یوو چې له تاسې سره کار وکړو، ترڅو سولې ته د لاسرسي لپاره راتلونکي ګامونه پورته کړو

اجازه راکړئ چې یوځل بیا د استانبول پروسې له غړو او ملاتړو هیوادونو، سیمه ییزو او بین المللي سازمانونو څخه په تېرو ۱۸ کلونو کې د رغنده همکاریو مننه وکړم.

له جمهوررئیس اردوغان او د ترکیې له خلکو او حکومت څخه د دوی د غوره کوربه توب په خاطر مننه کوم.