په جغتو ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د دښمن د ماين د چاودنې په اړه مطبوعاتي

ارګ، کابل: په تاسف سره چې د افغانستان د دښمنانو له لوري د غزني د جغتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان او ټپيان شول. جمهور رئیس غني د دغې پېښې د غندلو پرمهال وويل، وسله وال طالبان پر ملکي تاسیساتو او ملکي وګړو د دغه ډول تروریستي بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو له ولس سره خپله دښمني ثابتوي، مګر دوی به د ولس له کرکې او نفرت مه واره هیڅ هم ترلاسه نه کړي. طالبان د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول بشریت ضد کړنو په ترسره کولو سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خوړلې ماته نشي پټولی. دوی په بزدلانه ډول د خپلو ماتو غچ او قرباني له عامو افغانانو څخه اخلي.جمهور رئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.