په خوست او مزار شریف کې د دښمن د ماینونو د چاودنو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام دا ځل د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند سیمه او د مزارشریف ښار کې د ماینونو په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهيدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غني د دغو پېښو د غندلو پرمهال وويل، وسله وال طالبان چې د هیواد او هیوادوالو لپاره له وحشتونو، جنایتونو، ترور، وژنو او بدمرغیو مه واره بل هیڅ هم نه لري، پر ملکي تاسیساتو او وګړو د دغه ډول تروریستي بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره د ځان په اړه لا د ولس کرکه او نفرت راپاروي.

زموږ اتل او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به خامخا له تروریستانو څخه د دغو جنایتونو او زموږ د هیوادوالو د وینو غچ واخلي. هغوی  به په هرځای کې ولټوي او نابود به یې کړي.

جمهور رئیس غني د یادو تروریستي پېښو د عاملینو د نیولو او مجازات په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانوکورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.