کابینې د کار قانون نوې طرحه په پرنسیب کې تائید کړه

کابینې د کار قانون نوې طرحه په پرنسیب کې تائید کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه.

لومړی جمهوررئیس غني د هغو ولسوالیو پر وضعیت خبرې وکړې چې له طالبانو او داعش ډلو پاکې شوې دي او په دې ولسوالیو کې ستونزو او خنډونو ته په پام یې؛ ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې له هغوی سره د مرستې په موخه په مختلفو برخو کې د مرستو واضح بستې برابرې او اقدام وکړي. 

په همدې ترتیب جمهوررئیس د جګړو او طبیعي پېښو له امله دکورنیو بېځایه شویو وضعیت ته په پام د کابینې غونډې ته دنده وسپارله چې د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. همداراز یې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت موظف کړ، ترڅو د احصائیې او معلوماتو ادارې په همکارۍ په هیواد کې د هوا حالاتو ته په کتو خلکو ته د مرستې رسونې لپاره لازمې برنامې په پام کې ونیسي او په ژمي کې د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره لازم تدابیر ونیسي، همداراز مالیې وزارت به د تمویل په برخه کې د هغوی همکاري کوي.

د اجنډا پر اساس، عدلیې وزیر د کار قانون نوې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته، یاده طرحه په پرنسیب کې تایید کړه.

ورپسې، عدلیې وزیر د کان کېندنې مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او کابینې تر بحث او دقت وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ یاده طرحه د غونډې د یادونو پر اساس تصحیح او نهایي کړي.

د غونډې په دوام، د بشري منابعو کادر مقررې طرحه د عدلیې وزیر له لوري غونډې ته وړاندې شوه چې د کابینې له لوري په پرنسیب کې تصویب شوه.

ورپسې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د کار ملي پالیسۍ غونډې ته مطرح کړه او کابینې هغه په پرنسیب کې تصویب کړه، کار او ټولنیزو چارو وزارت یې موظف کړ چې یاده پالیسي د غونډې د یادونو پر اساس تصحیح او د تخصصي کمېټې تر تائید وروسته نهایي کړي.

وروسته؛ د پرانیستې حکومتولۍ سکرتریت رئیس، د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ د دویم ملي عمل برنامې ژمنې غونډې ته وړاندې کړې او کابینې تر هر اړخیزو بحثونووروسته د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ دویم ملي عمل برنامې ژمنې تصویب کړې.

همدرازا؛ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رئیس د معاشونو پالیسۍ د تطبیق کمېټو جوړولو چوکاټ سند غونډې ته وړاندې او زیاته کړه، د معاشونو د مدیریت پالیسۍ تطبیق په موخه دوه کمېټې (رهبري او تخنیکي) په پام کې نیول شوي؛ هغوی د کمېټو د مدیریت او سکرتریت لپاره دوه انتخابونه، چې لومړی یې په مشترک او د دویمې د رهبرۍ کمېټې سکرتریت به د مالیې وزارت او د تخنیکي کمېټې سکرتریت به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون پر غاړه وي؛ وړاندیز وکړ چې دویم انتخاب تصویب شو.  

په همدې ترتیب، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسوین د تغییر برنامې بشري منابعو ستراتیژیک پلان غونډې ته وړاندې کړ او کابینې یاد پلان تصویب کړ.

ورپسې، د مالیې سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد غونډې ته وړاندې کړ چې د کابینې له لوري تصویب شو.

د غونډې په پای کې، د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د سعودي د انکشافي صندوق  ترمنځ  د کابل حلقوي سړک پروژې او په هیواد کې د ۱۰۰ ښوونځیو جوړولو پروژو د پورونو هوکړې غونډې ته وړاندې کړې او تائید شوې.#