جمهوررئیس غني : د افغانستان خاوره هیڅ کله د هیڅ بل هیواد پر خلاف نه کارول کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ټلیفون پر لیکه د ایران د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هیواد پر خلاف نه استعمالېږي.

جمهوررئیس غني د ایران جمهوررئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.