جمهور رئیس غني د ناټو سکرتر جنرال سره ټلیفوني خبرې وکړې

جمهور رئیس غني د ناټو سکرتر جنرال سره ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور  رئیس محمد اشرف غني او د ناټو  سازمان سکرتر جنرال ینس سټولټنبرګ نن مازدیګر ټلیفوني خبرې سره وکړې.

د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهور رئیس غني څخه معذرت وغوښت او وې ویل، په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په موخه یې ونشو کولای چې نن کابل ته سفر وکړي، مګر په یو بل مناسب وخت کې به کابل ته راشي.

په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، د ترهګرۍ د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات ناشونی دی.

همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه چې کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال به د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ د ستراتیژیکو او  هراړخیزو مسایلو  په اړه مفصلې خبرې وکړي.