جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې د اوو کمېسیونونو مسوولینو اوغړو سره وکتل

جمهور رئیس غني د مشرانو جرګې د اوو کمېسیونونو مسوولینو اوغړو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې د اوو بېلابېلو کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په چهار چنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د ناستو د دغې لړۍ د پیلولو په خاطر له جمهوررئیس څخه په مننې د دغې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه، نوموړي له ستونزو او ناخوالو څخه د راوتلو لپاره ملي یووالی، د ټولو همغږي او همکاري حتمي وبلله.

ورپسې د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون رئیس عبداللطیف نهضتیار ، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون رئیس محمدعظیم قویاش، د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رئیس ډاکټر زلمي زابلي، د تقنیني، عدلي او قضایي چارو کمېسیون رئیس مولوي غلام محی الدین منصف، د ولایتي شورا، مصئونیت او امتیازاتو کمېسیون رئیس قاري میرحاتم تره خېل، د ښځو چارو او مدني ټولنې  کمېسیون رئیسې ګلالۍ اکبري، د قومونو، قبایلو او معلولینو کمېسیون رئیس محمداجان منګل، د خپلو کمېسیونو د کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

د یادو اوو کمېسیونونو رئیسانو په اړوندو برخو کې د بېلابېلو ستونزو، د هغو د لاملونو او حل لارو د شریکولو ترڅنګ له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې اړوند وزارتونه او مسوولین د خلکو د ستونزو اواري او ښو خدماتو وړاندې کولو ته لا متوجه کړي.

جمهور رئیس غني له یادو ویناوالو څخه په مننې، مشوره اسلامي اصل وباله او وې ویل، د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو سره د ناستو دغه لړۍ به ادامه ولري. همدارنګه یې وزیرانو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کمېسیونونو ستونزې او وړاندیزونه جدي ونیسي؛ د حل لپاره یې اقدامات وکړي او همدارنګه خپلې اصلاحي برنامې له مشرانو او ولسي جرګې سره شریکې کړي.

جمهور رئیس همدارنګه د مشرانو جرګې له سناتورانو څخه وغوښتل ، د هغو غونډو شمېر دې مشخص او واضح کړي چې د وزارتونو او ادارو لومړۍ درجه مسوولین ور غواړي ، ترڅو هغوی هم خپلو مسوولیتونو ته رسیدګي وکړي او هم د کمېسیونونو په غونډو کې ګډون وکړای شي.

د هیواد جمهور رئیس د مشرانو جرګې له غړو هیله وکړه چې د مقرریو، شخصي عریضو، غوښتنو او وړو مسایلو پرځای پر لویو ستونزو او مسایلو تمرکز وکړي او د درې ګونو قواوو د دندو ترمنځ د تفکیک اصل ته په درناوي د قضاوتونو پرځای یوازې نظارت وکړي.  

جمهور رئیس څرګنده کړه، د بېلابېلو وزارتونو د ارزونې په پایله کې یې یوازې په پوهنې وزارت کې د اساسي اصلاحاتو په موخه  له اړوندو مسوولینو سره لس غونډې کړي چې د هغو د تطبیق په رڼا کې به پوهنې وزارت کې سمون او ښه والی راشي. په نوي ښوونیز کال کې به حداقل اوه زره د نجونو او هلکانو لېسو ته د انټرنټ او ټکنالوژۍ اسانتیاوې برابرې شي او د شپږ زره ښوونځیو له جوړولو سره به د ودانیو د نه شتون ستونزې په اساسي توګه حل شي.

جمهو ررئیس غني د حج پروسه کې شته ستونزو ته په اشارې د ارشاد ، حج او اوقافو سرپرست وزیر ته لارښوونه وکړه چې د حج پروسې، خصوصا د تدارکاتو او عملیاتي برخې ستونزې په اساسي توګه حل کړي او همدارنګه د سهمیې او د حاجیانو د معلمانو د استخدام برخه کې د شفافیت او اهلیت ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ عدالت هم تامین کړي.

جمهور رئیس وویل، د هیواد د خودکفایۍ لپاره له فساد سره د جدي مبارزې ترڅنګ به ګمرکونه له مالیې وزارت څخه نیمه خپلواک شي، د اوبو په مدیریت او داخلي تولیداتو به اساسي پانګونه وشي. غیرعادلانه تنخواګانې به له منځه یووړل شي. د ولایتونو د اساسي پرمختګ په موخه به افغانستان په اتو انکشافي زونونو ووېشل شي او د هر ولایت راتلونکي او یو تربله اړیکو ته به اساسي پام وشي.

محمداشرف غني په ټینګار سره وویل، سیستم او بنسټونه باید په اساسي توګه جوړ شي او هره افغانۍ چې لګول کېږي، موثریت او پایله یې باید معلومه وي. د لوړو زده کړو په ګډون د ټولو وزارتونو او ادارو د خدماتو موثریت او ښه والي، سرحدي ولایتونو او ولسوالیو، د زندانونو وضعیت، علماو، مدرسو، کوچیانو، د بالاحصارونو بیارغاونې او د اصلاحاتو بهیر تطبیق ته اساسي توجه کېږي.

جمهور رئیس غني ملي یووالی، د قانون حاکمیت او د جمهوریت پایښت د ټولو غوښتنه وبلله او وې ویل، ملي وحدت له ستونزو څخه د وتلو کیلي ده او د ملي بحث په پایله کې باید خپلې ملي کرښې لا روښانه کړو او د مشرانو جرګې له استازو څخه یې وغوښتل چې د سیاسي قشر ترمنځ د متقابل درناوي د فضا د ایجاد په برخه کې ګامونه واخلي.

جمهوررئیس وویل، په سیمه کې وروستیو پېښو حالات ډېر پېچلي کړي او د هیواد د ملي ګټو په خاطر باید په بهرني سیاست کې د وضاحت ترڅنګ په تدبیرګام واخیستل شي. هغه زیاته کړه، د فساد د له منځه وړلو لپاره باید اداري جوړښت اساسي بدلون ومومي، برنامه محور، عملي او اساسي باید مخته لاړ شو او داسې فضا ایجاد کړو چې د تبعیضي او توپیري چلند مخه په کې ونیول شي.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د اساسي قانون او د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې د مشرانو جرګې د استازو د کړنو، پرېکړو، ملي دریځ او رول  قدرداني وکړه او د درې ګونو قواوو ترمنځ یې پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.#