د اوکراین جمهوررئیس د ټلیفوني تماس له لارې جمهور رئیس غني ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل

د اوکراین جمهوررئیس ولادیمیر زلنسکي نن د ټلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د اوکرایني الوتکې د لوېدو په پېښه کې د لسو تنو افغانانو د وژل کېدو په اړه د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د افغان حکومت له لارې یې د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره هم غمشریکي وکړه.

په دغه ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین جمهوررئیس وویل، موږ ایران ته تحقیقاتي ټیم استولې چې د دغې تراژيدۍ د پېښېدو څرنګوالی وارزوي او په ټینګار یې وویل، د اوکراین لومړیتوب دادې چې یاده پېښه په شفافه او هراړخیزه توګه وارزول شي او په دغه تراژیدۍ کې نغښتي، لاملونه او حقایق روښانه شي.

جمهوررئیس غني د اوکراین جمهوررئیس ته د یادې الوتکې د رالوېدو او د اوکرایني او نورو هیوادونو د مسافرو د وژل کېدو په خاطر د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال وویل، زما د تسلیت او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو او د اوکراین هوا پېژندنې ادارې ته هم څرګند کړئ.

د هیواد جمهوررئیس وویل، په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره چې په دغه دردناکه پېښه کې زموږ لس تنه هیوادوالو هم ژوند له لاسه ورکړی، موږ هڅه کوو خپلوان یې پیدا، غمشریکي او مرسته ورسره وکړو.

جمهوررئیس غني هیله وښوده چې ایراني مقامات به د دغې پېښې د څرنګوالي د شفافو او واضح تحقیقاتو او ارزولو په برخه کې له اوکراین سره همکاري وکړي او موږ د دغې تراژیدۍ د حقایقو د موندلو او له موږ سره د موندنو د شریکولو په خاطر ستاسې له هڅو ډاډمن یوو.

جمهوررئیس د دغه ټلیفوني تماس په پای کې وویل، موږ هیله لرو چې اړوند ایراني چارواکي به تور بکس د ارزونکو ټیمونو په واک کې ورکړي.#