د عمان د پاچا سلطان قابوس د وفات په اړه د جمهوررئیس غني د تسلیت او همدردۍ پیغام

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د عمان پاچا سلطان قابوس بن سعید د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د سلطان قابوس د مړینې له امله د هغه هیواد حکومت او خلکو ته د غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم او د مرحوم ځایناستي هیثم بن طارق آل سعید ته د اوږد عمر او بریالیتوب هیله کوم.#